د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلى بش نن داسراېېلو او فلسطېن د سولې کنفرانس پرانېزي


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش نن د سه شنبى په ورځ د اسراېېلو او فلسطېن ترمنځ د سولې کنفرانس په داسى حال کې پرانېست چې غواړى له اوو کلونو بندښت نه وروسته د منځنى ختېځ د سولې پروگرام بېا راژوندى کړي.

د پرون ماښام د مجلس په ترڅ کې ښاغلى بش ووېل ددوى مشترگ مقصد چې اسراېېل او فلسطېن څنگ تر څنگ ددېموکراتو دولتونو په حېث په سوله او امن کې ژوند وکړى.

ښاغلى بش ووېل ددغه مقصد تر سره کول د سختو مصالحو اور وغو جوړو غوښتنه کوى. ښاغلى بش دغه خبرې په هغه ماښامنۍ کې وکړې چې د امرېکا خارجه وزېرې کانډولېزا راېس د امرېکا په خارجه وزارت کې کړې وه.

رپوټ وايي چې د څلوېښتو نه زېاتو موسسو او هېوادونو استاځى په دغه عالې غونډه کې چې له واشنگټن نه بهر دمرېلنډ اېالت په انا پولېس کې کېږى غونډه وکړى.

دا به لومړى ځل وى چې اسراېېل به د لسو کلونونه زېاته موده کې د ډېرو عربى هېوادونو له استاځو او د عربو د اتحادېې له غړېو سره ملاقات کوى.

سورېه او سعودى عربستان چې اسراېېل په رسمېت نه پېژنى د هغو هېوادونو په جمله کې دى چې د سولې په دغه کنفرانس کې گډون کوى.

ددوشنبى په ورځ د وخته ښاغلى بش د اسرائېلو له لومړى وزېر اېهود اولمېرت او دفلسطېن له جمهور رئېس محمود عباس سره ملاقات وکړ.

ښاغلى عباس او اېهود اولمېرت ووېل دوى دېته اسره من دي چې دسولې دغه کنفرانس به د ډېرو جدي مذاکراتو سبب سي.

XS
SM
MD
LG