د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکي په کابل کې له ځان سره دوه کسان ووژل


د افغانستان پولېس وايي ېوه ځان وژونکي نن د ېوه موټر بم په چاودنه کې دوه کسان په کابل کې له ځان سره هغه وخت ووژل چې له ېوه زغرور موټر سره نېژدې ېې ځان په بم والوزاوه.

په دغه زغرور موټر کې دامرېکا په مشرۍ د اېتلاف د قواو عسکر سپاره ول. د پولېسو چارواکي وايي دغې چاودنې لږ تر لږه دوه موټرو ته خساره ورسوله او څو کسان ېې زخمى کړل.

دا چاودنه د کابل د ښار په داسى برخه کې وه چې خارجېان پکى ډېر اوسېږى او سفارتونه پکى ډېر پراته دى.

د حزب اسلامى په نامه سر تېرې ډلې نطاق ددغې حملى مسوولېت په غاړه اخېستى دى.

بل پلو ددوشنبى په ورځ د افغانستان دولسي جرگې غړي په غټ شمېر کې له اولسى جرگې نه په دې سبب ووتل چې په هغه ستره ځان وژونکې چاودنه باندى اعتراض وکړى چې ٧٧ کسان پکى ووژل شول.

د اولسى جرگې رئېس او مخالف شخصېت ېونس قانونى ووېل چې حکومت د اولسى جرگې غوښتنى د بغلان ولاېت د چارواکېو په برطرفى کې له نظره غورځولى دى او هغو تحقېقاتو ته انتظار کېږى ټې په دغه ولاېت کې د نومبر په مېاشت کې شوې ځان وژونکې چاودنى په باب روان دى.

د بغلان په ځان وژونکې چاودنه کې پرنورو سر بېره د اولسى جرگې شپږ غړي او شپېته ماشومان وژل شوى ول.

د اولسي جرگې غړي هلته د بغلان د بورې په فابرېکه کې له خلکو سره ملاقات ته تللى ول.

ېوشمېر خلک وايي چې زېاتره ماشومان هغه وخت مړه شول چې د اولسى جرگې دغړېو ساتونکېو له چاودنى نه وروسته په ډزو پېل وکړ.

ددوشنبى په ورځ په ېوه جلا رپوټ کې وېل شوېدى چې د برتانېې ددفاع وزارت ووېل چې دوى دهغو ډزو په باب رسمى تحقېقات کوى چې په سهوه کې د ډنمارک دوه عسکر پکى لگېدلې او وژل شوى ول.

دغه عسکر د هېلمند په ولاېت کې د سپتمبر د مېاشتى مړه شول.

----------------------------------------

XS
SM
MD
LG