د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مشرف له نظآمى مقام نه استعفى وکړه


د پاکستان جمهور رېس پروېز مشرف د اتو کالو نظامی حکومت په پای کې پرون د پاکستان د پوځ د لوی درستېز د مقام نه استعفى وکړه.

ټاکل شوی ده چه نوموړی به نن د ېوې دوهمې پنځه کلنی دورې لپاره د پاکستان د جمهور رېس په توگه د وفادارئ لوړه وکړی.

جمهور رېس پروېز مشرف پرون په راولپنډئ کې په خاصو مراسمو کې د پوځ په قرارگاه کې د پوځ قومانده خپل ټاکلی مرستېال جنرال اشفاق کېانی ته وروسپارله.

ښاغلي مشرف د خدای پامانئ په مراسمو کې په خپله وېنا کې اعلان وکړ چه د تقرېبا شپږ څلوېښتو کالو پوری په پوځ کې د پاتی کېدو او د پوځ په قوماندانئ وېاړی.

د کوم وخت نه چه جنرال مشرف په کال نو لس سوه نهه نوي مېلادی کې په ېوه عسکری کودتا کې د قدرت واگې ونېو، تراوسه پوری د لوی درستېز په مقام باندی پاتی ؤ او هم ېې دخپل ملک مشری په غاړه لرله.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېرې او مخالفې ساسی مشرې بېنظېر بوټو د جمهور رېس مشرف ددی اقدام هرکلی وکړ.

د پوځ نه استعفا ورکول د پاکستان د ټولو سېاسی گوندونو غوښتنه وه، خو تر اوسه پوری لا مخالفو گوندونو دا فېصله نه ده کړی چه اېا د جنورئ په امته نېټه به په پارلمانی انتخاباتو کې برخه واخلی او که نه.

مگر د بېنظېر بوټ، دېو بل پخواني لومړي وزېر نواز شرېف په شمول ېې ټولو ځانونه د انتخاباتو د کمېسون سره راجستر کړی دی.

مخالف گوندونه واېې تر څو چه اضطراری حالت لغوه نه شی امکان نه لری چه دا انتخابات به په عادلانه او ازاد ډول وشی.

که څه هم د جنرال مشرف اړېکى له پوځ سره وشلېدلى خو د اضطرارى حالت د نفاذ په موجودېت کې پراخه واک اقتدار لرى.

په پاکستان کې اضطرارى حالت د نومبر دمېاشتىپه درېمه نېټه اعلان شوى و.

XS
SM
MD
LG