د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا چارواکى: د مشرف استعفى ددېموکراسى د بېا راوستلو لپاره ښه اقدام دى


د امرېکا چارواکى وايي د جنرال مشرف استعفى د لوى درستېز له مقام نه د دېموکراسى د بېا راوستلو لپاره ډېر ښه اقدام بولى.

د سپېنى ماڼى نطاق ډانه پرېنو نن د چارشنبى په ورځ ووېل د امرېکا جمهور رئېس، جورج بش اوس په جنرال مشرف باندى غږ کړېدى چې په پاکستان کې اضطرارى حالت پاېته ورسوى او دا خبره ېقېنى کړى چې انتخابات ازاد او منصفانه وى.

د امرېکا دباندنېو چار و وزېره، کانډو لېزا راېس، دغه تبصره نن د چارشنبى په ورځ د امرېکا په تلوېزېون کې وکړې.

کانډو لېزا راېس ووېل پکار ده چې ښاغلى مشرف اوس په پاکستان کې اضطرارى حالت پاېته ورسوى چې انتخابات په ازاد او منصفانه ډول سرته ورسږي.

د برتانېې مشرانو هم د جنرال مشرف د استعفى هرکلى کړېدى. د برتانېې لومړى وزېر، گورډن براون، ووېل له نظآمى مقام نه استعفى د پاکستان د مشر ډېره مهمه برخه وه چې په خپل هېواد کې دېموکراسى راولى.

XS
SM
MD
LG