د لاس رسي وړ اتصالات

کانډو لېزا راېس: د اسراېېلو او فلسطېن ترمنځ سوله د امرېکا د ملى گټو مسله ده


د امرېکا د باندنېو چارو وزېره، کانډو لېزا راېس، ژمنه کوي چې د سه شنبې دورځې د سولى د کنفرانس په باب به په ډېر بېړه پاتى خبرې اومذاکرات دوام پېدا کوى.

په دغه کنفرانس کې چې د سه شنبى په ورځ د مرېلنډ اېالت په انا پولېس کې وسو، داسراېېلو او فلسطېنېانو ترمنځ په دې خبره اتفاق وسو چې د سولې خبرى به د اوو کلونو له بندېز نه وروسته بېا پېل کېږي.

د امرېکا جمهور رئېس، جورج بش، نن په سپېنه مآڼى کې د اسراېېلو له لومړي وزېر ېهود اولمېرت او د فلسطېن له جمهور رئېس، محمود عباس سره ملاقات کوى چې د سولى د خبرو دبهېر په پېل کې ورسره مرسته وکړى.

د سولې د دغو خبرو په پېل باندى موافقه دامرېکا په مشرۍ د څو اونېو د ېپلوماتېکو هلو ځلو په نتېجه کې وشوه. د امرېکا رسمى ماموران وايي په دغه معامله باندې له موافقى نه لنډ وخت وروسته دامرېکا جمهور رئېس جورج بش په انا پولېس کې د سولې ددغه کنفرانس په باب د مجلس کولو اعلان وکړ.

دواړو خواو ېعنى فلسطېنېانو او اسرائېلو په دې موافقه وکړه چې سمدلاسه به د دوو دولتونو د جوړولو په مذاکراتو باندى پېل کوى چې د فلسطېن شخړه اواره شى او همدارنگه دا کوشش به هم کوى چې د مذاکراتو په ترڅ کې د ٢٠٠٨ مېلادى کال تراخره پورې له ېوبل سره غوڅې نتېجى ته و رسېږى.

د قضېى دواړو خواو په دې هم موافقه وکړه چې د ٢٠٠٣ مېلادى کال د سولې د نړېوال پلان چې د سولې د نقشې په نامه ېادېږى، له مخې به خپل مسوولېتونه سرته رسوى.

په دې باندى هم موافقه وشوه چې امرېکا به ددغومذاکراتو څارنه کوى او داسرائېلو او فلسطېن ترمنځ د باور د فضا درا پېدا کولو په برخه کې به قضاوت کوى چې دواړو خواو ترکومې اندازې پورې په خپلو تعهداتو باندى عمل کړېدى.

کانډو لېزا راېس د سه شنبى دورځې دمجلس په پاى کې ووېل چې د ېوې مشکلې مسلې حل کول ددې مانا نلرى چې هغه ناممکنه ده.

راېس، "دا کار به سخت وي. ددې کا ر په سرته رسولو کې د ټلو فرېقېنو لپاره خطرونه اود قربانېو ورکول شامل دى. خو دنن ورځې پېښې په ډېر روښانه ډول دا څرگندوى چې نړېواله ټولنه د زړه له کومې دهغې لارې او بهېر ملاتړ کوى چې د شخړې دواړو خواو د حل لپاره غوره کړېده. ما او جمهور رئېس جورج بش وعده کړېده چې په ټېنگه به دهغوى ملاتړ کوو. د اسراېېلو او فلسطېن ترمنځ سوله د امرېکا د ملى گټو مسله ده. اوس موږ په رېښتونى ډول دا فرصت لرو چې په دغه برخه کې پرمختگ وکړو."

د اسراېېلو لومړى وزېر اېهود اولمېرت په کنفرانس کې ووېل چې دې هېله من دى چې د ا ناپولېس کنفرانس به په سېمه کې د سولې سبب شى. خو هغه ووېل ددې لپاره چې سولې ته سره ورسېږو پکارده چې عرب هېوادونه د ېهودو د دولت په مقابل کې د څو لسېزو دښمنى پاېته ورسوى.

المرت وویل: "ستاسې لپاره هم اوس مناسب وخت را رسېدلى دى. تاسى نور دېته دوام نشى ورکولى چې تر پاېه پورې ېوې څنډې ته ودرېږى او دېو نندارچى په ډول سېل وکړى چې دسولى اورگاډى تېرېږى. اوس هغه وخت رارسېدلى دى چې مقاطعى پاېته ورسوى او له بېگا نگۍ نه لاس واخلئ . داسرائېلو ددولت په مقابل کې له تفاوتۍ نه لاس واخلئ . دا تاسى ته هېڅ گټه نه کوى او موږ ته تاوان را اړوي."

د فلسطېن جمهور رئېس، محمود عباس په دې ټېنگار وکړ چې د حل لاره باېد ډېره جامع وي. هغه دفلسطېنى مهاجرو د مسلې حل اود نوى فلسطېنى دولت لپاره د پاېتخت په حېث د ختېځ بېت المقدس ټاکل ضرورى کارونه وبلل. هغه داهم ووېل د فلسطېېنانو د مظلومېت او شکاېتونو سره سره هغوى دېته چمتو دى چې له اسراېېلو سره د گاونډېانو په څېر و اوسېږي.

محمود عباس وویل: "موږ او تاسې له ېو بل نه د سولې لپاره خواست او سوال نه کوو. دا زموږ او ستاسى دواړو لپاره شرېکې گټې دى. سوله او ازادى زموږ حق دى. سوله او ازادى او امنېت په همدې اندازه ستاسى لپاره هم مهم دى. اوس هغه وخت رارسېدلى دى چې د وېنو توېولو، مرگ ژوبلې او اشغال پړاو پاېته ورسېږى."

د فلسطېن او اسرائېلو د مشرانو په گډون به د رهبرۍ ېوه کومېټه جوړه شى چې د سولى بهېر پر مخ بوزې او دډېسېمبر په دولسمه به په کار باندى پېل وکړى. داکومېټه به ېو څوورځى مخکى له هغه نه چې په پارېس کې د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو کنفرانس جوړ شى په کار پېل وکړى.

دپارېس د کنفرانس مقصد دادى چې له فلسطېنېانو سره مرسته وکړى چې د فلسطېنى دولت د تاسېس لپاره موسسې جوړې کړى.

XS
SM
MD
LG