د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف: په دې ډېر خپه دى چې په اردو کې له ۴٦ کلن خدمت نه وروسته استعفى کوى


د پاکستان جمهور رئېس، جنرال پروېز مشرف، د پوځ د لوى درسېتز له مقام نه استعفى وکړه. هغه دغه مقام جنرال اشفاق کېانى ته چې په خپله ېې انتخاب کړى و وسپاره.

د راولپنډۍ په ېوه کوچنى لوبغالي کې د پاکستان د لنډ مهالې کابېنى غړي، د اردو منصبداران او خبرېالان ددې لپاره راټول شوي ول چې د جنرال پروېز مشرف د استفى په مراسمو کې گډون وکړي.

هغه د پاکستان د پوځ د لوى درستېز له مقا م نه استعفى وکړه. جنرال مشرف په دغو مراسموکې داسى ېونېفورم اغوستى و چې ډېر مېډالونه اونښانونه پرې راځړېدل.

هغه ووېل دى په دې ډېر خپه دى چې په اردو کې له ۴٦ کلن خدمت نه وروسته استعفى کوى. خو هغه د پوځ د نوي مشر جنرال کېانى په مشرتابه باندى خپل باور او ډاډ څرگند کړ.

جنرال مشرف ووېل: سباته زه دا مقام داسى سړي ته سپارم چې له شلوکلونو راهېسى ېې پېژنم، ېعنى جنرال کېانى. هغه زما تر قوماندې لاندى کار کړېدى او زه د هغه په مسلکى استعداد باندى پوره باور لرم. زه دى له هغه وخت راهېسى پېژنم چې دى کرنېل و او دى ېو بهترېن عسکر دى. او زه په دې پوره ېقېن لرم چې دا پوځ به ددې تر قوماندى لاندى له پخوانه ډېر ښه پرمختگ وکړى.

جنرال کېانى ته د پاکستان د پنځو سوو زرو نه زېاتو عسکرو قومانده وسپارل سوه. په دې پوځ کې داسى قطعى هم شته چې د پاکستان د اټومى تاسېساتو ساتنه کوى.

تحلېل کوونکى وايي چې ٥٥ کلن جنرال کېانى چې پخوان د پاکستان د استخباراتو مشر و له امرېکا سره به خپلى همکارى ته دوام ورکړى.

جنرال مشرف ووېل د پاکستان پوځ اوس ډېرو شخړو کې دخېل دى خو دى په دې باور لرى چې پوځ به برېالى شى.

مشرف ووېل، "ماته پته ده چې پوځ له سخت فشار لاندى دى. په سېا چېن او کشمېر کې خو هر وخت پوځ وى، خو اوس په قبېلوى سېموکې هم عملېات کوى. د صوبه سرحد په ځېنى سېموکې چې دهشت گردى کېږى، هلته هم پوځ ورغلى دى. شکر دى چې په بلوچستان کې عملېات اوس کم شوېدى."

له پوځ نه د جنرال مشرف استعفى دهغه اړېکى له ډېر قوي ملاتړ سره شلوي خو سره له دې هم ډېر پراخه واک اواختېار لرى؛ ځکه چې په ملک کې اضطرارى حالت نافذ دى.

که څه هم دده خپل محبوبېت مخ په زوال دى او دوه پخوانى لومړي وزېران هم ملک ته راستانه شوېدى، خو ېو شمېر نقادان وايي د اضطرارى حالت د نفاذ په نتېجه کې دغه اقتدار هغه ته دا فرصت په لاس ورکوى چې د جنورى په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړى او خپل گوند تقوېه کړى.

XS
SM
MD
LG