د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه پاکستانى عسکر په قباېلې علاقه کې ووژل


د پاکستان پوځ واېې د افغانستان سرحد ته ورڅېرمه د سړک په غاړه دبم په چاودنه کی ېې نن پنځه عسکر ووژل شول او څلور کسه ېې زخمېان کړل.

پوځی ماموران واېې دا چاودنه د شمالی وزېر ستان په مېران شاه کې دسړک په غاړه وشوه. ماموران واېې چه اسلامی جنگېالېو د رېموټ کنټرول په وسله دغه بم خلاص کړل او د پوځ ېو ه لارئ پرئ والوتله.

په ېوه بېله پېښه کې، پولېسو راپور ورکړ چه په سوات کې اته کسان دپاکستان د پوځ او د طالبانو د طرفدار ملا مولانا فضل الله د ملگرو په منځ کی دجنگ په وخت مړه شول او څو کسان هغه وخت زخمېان شول چه په کورونو کې ېې د هوان گولئ ولگېدلی. دا پېښه د سوات په الله اباد کلی کې وشوه.

په روانه هفته کې پاکستانې قواو اعلان وکړ چه د طالبانو نه ېې د سوات په دره کې دنا جېه غونډئ بېرته ونېوله او دهغوئ رادېو ېې بنده کړه.

د لنډو څپو د همدې رادېو نه مولانا فضل الله د پاکستان د حکومت په خلاف خلک هڅول او خپل جهاد ېې اعلان کړی ؤ.

په سوات د طالبانو طرفدارانو څو ښارگوټی او کلی دحکومت نه نېولی ؤ.

XS
SM
MD
LG