د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف: د قضاېه قوې ېو شمېر غړيو کوشش کاوه چې د کامېابى مخه ونېسى


د پاکستان جمهور رېس، پروېز مشرف، د ملکی جمهور رېس په حېث د دوېمى پنځه کلنې دورې لوړه وکړه. ښاغلى مشرف تردې ېوه ورځ مخکى خپله هغه وعده پوره کړه چې وېل ېې د پوځ له مشرۍ نه به استعفى کوى.

د اسلام اباد د جمهوري رېاست په ماڼى کې سېاستمداران، عالېرتبه نظامى مشران، او دېپلوماتان دمېلمنو په حېث د وفادارى د سوگند کولو په مراسمو کې حاضروو.

ښاغلي مشرف د وفادارۍ د سوگند الفاظ د سترې محکمى په قاضى عبدالحمېد ډوگر پېسى تکرار کړل. ښاغلى مشرف د سترې محکمى نوى رئېس ښاغلى ډوگر د نومبر د مېاشتى په درېمه نېټه د اضطرارى حالت له انفاذ نه وروسته مقرر کړ.

ښاغلى مشرف په دې مراسموکې د وفادارى د سوگند په جرېان کې داسى ووېل: "زه پروېز مشرف په پوره اېماندارۍ سوگند کوم چې زه مسلمان ېم زه به له پاکستان سره په رېښتونى او راسخه عقېده وفادار ېم."

ښاغلى مشرف د اکتوبر په مېاشت کې انتخابات بېا وگټل خو دهغه سېاسى مخالفېنو دهغه کامېابى رد کړه. هغوى ووېل چې د پاکستان اساسى قانون ددې اجازه نه ورکوى چې دپوځ ېو برحاله منصبدار دې دملکى مقام لپاره ځان کاندېد کړى.

د چارشنبى په ورځ پولېسو له هغو وکېلانو سره نښته وکړه چې د جنرال مشرف پر حکومت ېې انتقاد کاوه. له کوم وخت راهېسى چې په پاکستان کې اضطرارى حالت اعلان شوېدى له هماغه وخت راهېسى وکېلان د حکومت خلاف مظاهر و مشري په غاړه لرى.

ښاغلى مشرف اساسى قانون معطل کړ او د سترې محکمى قاضېان ېې د سترې محکمى د رئېس، افتخارمحمد چوهدرى په شمول برطرف کړل. هغه فکر کاوه چې دا قاضېان دده د بېا انتخابېدو سره مخالفت لرى.

ښاغلى مشرف د خپلې نوې دورې دمراسمو په ترڅ کې له خپلو اقداماتو نه دفاع وکړه او داسى ېې ووېل: "له بده مرغه د قضاېه قوې ېو شمېر غړي او د سترې محکمې پخواني مشر کوشش کاوه چې ددېمکراسى په لورى د عبورى پړاو دکامېابى مخه ونېسى او ناکام ېې کړي. سره له دې چې زما نېت پاک و او د اساسى قانون سره سم مې خپل عسکرى ېونېفورم لېرى کړ."

مخالف سېاس مشران لکه نواز شرېف او بېنظېر بهټو لاتراوسه پورې هم د ښاغلى مشرف پر بېا انتخابېدو باندى قانونى اعتراضونه لرى. که څه هم هغوى ټولو د پارلېمانى انتخاباتو لپاره ځانونه کاندېد کړېدى خو له انتخاباتوسره د مقاطعى گواښ هم کوى.

د پاکستان جمهور رئېس ووېل هېڅ شى دانتخاباتو مخه نشى نېولى: "که هرڅه پېښېږى هغه ښايي پېښ شي، خو انتخابات به د جنورى په اتمه نېټه وشى. په دې کې په شاتگ نشته. په دې کې بدلون هم نشته. نو هر څوک چې د مقاطعى خبرى کوى پکارده چې دا خبره واوري."

ښاغلى مشرف ووېل بېنظېر بهټو او نواز شرېف بېرته راستانه شوېدى او دا په پاکستان کې د سېاسى روغې جوړې لپاره ښه کار دى.

جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف ېوځل بېا ووېل چې د ده هېواد به دترهگرى او افراطېت خلاف مبارزې ته دوام ورکړى او ناکامى د حل لاره نده.

نن د پنجشنبى په ورځ ناوخته به ښاغلى مشرف د پاکستان ملت ته خطاب وکړى.

XS
SM
MD
LG