د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي د نورستان په هوايي بمبارۍ کې کارگران ندى وژل شوي


ناټو وايي دوى ددې شواهد لرى چې دطآلبانو خلاف بمبارى کې چې په نورستان کې وشوه کامېابه وه، او د تعمېراتو ١۴ کارگران ېې ندى وژلى.

په ېوه اعلامېه کې چې د پنجشنبى په ورځ خپره سوه برېد جنرال کارلوس برانکو ووېل د ناټو قواو د عبدالله جان او دهغه د پنځه تنه ملگرو نقل او حرکت څارلو. نوموړى له ېوې سمڅې نه ېوې خېمى ته د شپې له خوانه ولاړ.

برانکو ووېل چې خېمه په رهبرى شوو توغندېو باندى ووېشتل شوه. هغه په خبرلېک کې دا هم ووېل چې د ناټو تحقېقات دا څرگندوى چې هلته د تعمېر جوړولو وساېل او مواد نه وو. نور هم هېڅ شى داسى نه و چې هلته د تعمېراتو د کارگرانو موجودېت ثابت کړى.

او په عېن وخت کې په افغانستان کې د ناتو ېو پوځی وېاند ډگرمن اسېتا هغه راپورونه نن رد کړل چه پکی وېل شوی ؤ اېتلافی قواو په هواېې بمبارېو د دوشنبی په ورځ په نورېستان ولاېت کې څوارلس گارگران وژلی دي.

ډگرمن اسېتا د فرانسې خبری اژانس ته ووېل چه هواېې برېدونه د طالبانو په ېوه کمپ باندی شوی وه او هلته مزدورانو کار نه کوه.

خو د ډگرمن اسېتا ددی څرگندونو با وجود، په افغانستان کې د کورېا افغان تعمېراتی شرکت امر د فرانسې خبری اژانس ته نن ووېل چه څلور واړه وژل شوی خلک ددغه شرکت گارگران ؤ چه په ېوه سړک باندی ېې کار کاوه.

په افغانستان کې د ناتو په عسکرو او د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو باندی د نظامی عملېاتو په دوران کې د ملکی خلکو د وژلو په وجه ډېر شدېد اعتراضونه شوی دی.

د ناتو قوماندانان واېې زېات کوښښ کوی چه ملک خلک په جنگ کې تلف نه شی او ټوله ملامتېا د طالبانو په سرغورځوی، ځکه چه د عامو اولسی خلکو نه د ځان د ساتلو لپاره د ډال په توگه کار اخلی.

بل خبر دادی چه افغان پوځ او په افغانستان کې نړېوالو قواو د هېواد په ېوه ناکراره جنوبی سېمه کې د طالبانو په مرکزونو باندی نن حمله وکړه او دېرش تنه ېې ووژل.

د قندهار د پولېسو قوماندان، سېد اغا ثاقب واېې په دی عملېاتو کې چه په قندهار کې وشول، دولس طالبان ژوندی نېول شوی دی.

XS
SM
MD
LG