د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دحکومت مخالف گوندونه دراتلونکو پارلمانی انتخاباتو په باره کې په یوه خوله ندی


دپاکستان دحکومت مخالفه مشره او پخوانې صدراعظمه بینظیر بهتووائې، دهغې گوند به دبلی میاشتی په انتخاباتو کې گډون کوی مگر دغه گډون به داحتجاج په توگه وی . میرمن بهتو نن دجمعی په ورځ داخبره په مطبوتاتی کنفرانس کې وکړه چې دهغې دپاکستان دپیلپیز پارټی گوند دانتخاباتو دمشروعیت په باب اندیښنه لری چې ټاکل شوی دجنوری په اتمه نیټه وشی .دی وویل، ښائې چې په انتخاباتو کې بیاهم برخه وانخلی او دپخوانی صدراعظم نوازشریف په مشری ائتلاف کې چې نه غواړی په انتخاباتو کې گډون وکړی شامله شی . نوازشریف غواړی دسترې محکمې هغه قاضیان بیرته مقرر شی چې داضطراری حالت په وخت کې مقوف شوی وو. ښاغلې شریف وویل، دی به کوښښ وکړی چې میرمن بهتو دی ته وهڅوی چې دجمهوررئیس پرویز مشرف په خلاف دده په مشری مخالف ائتلاف کې شامله شی . میرمن بهتو دخپل گوند دانتخاباتو پلان څرگند کړ. دواړو پخوانیو صدرا‏عظمانو داضطراری حالت دلیری کولو غوښتنه کړیده چې دروانی میاشتی په سر کې جمهوررئیس پرویزمشرف نافذ کړیدی . پرون دپنجشنبی په ورځ جمهوررئیس پرویز مشرف وعده وکړه چې دډیسمبرپه شپاړسمه نیټه اضطراری حالت لیری کوی . هغه دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې دپنځو کالو لپاره دملکی جمهوررئیس په حیث ئې دوفاداری لوړه وکړه . ښاغلې مشرف یوه ورځ مخکې دپاکستان دقوی پوځ دلوی درستیزله څوکې نه استعفئ کړی وه .

XS
SM
MD
LG