د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د بهر نیو چارو وزیر نن د یوه لنډ سفر په ترڅ کی بنگله دیش ته رسیدلی


د هند د بهر نیو چارو وزیر پرناب موکرجی نن د شنبی په ورځ د یوه لنډ سفر په ترڅ کی بنگله دیش ته رسیدلی تر څو د هغه ورانو سیمو نه لیدنه وکړی چی د وه اونی مخکی یوه موسونی توپان ځپلی دی. موکرجی وویل هند په نظر کی لری چی د خپلو وریجو په صادراتو بند یزولگوی او په ځای ئی پنځه سوه زره ټنه وریجی د بنگله دیش توپان ځپلو ته واستوی. موکرجی همدارنگه د بنگله دیش ددولت په بهرنیو چارو کی مشاویر ښاغلی افتخار چودری ته وویل چی هند به د انسان دوستانه مرستو په لړ کی بنگله دیش ته پوډری شیدی بړستنی دڅکلو داوبو فیلټرونه غذائی مواد اود درملو مرسته وکړی. ‏همدارنگه هندی مقاماتو وویل چی نوی ډیلی په پام کی لری چی د ساحل د غاړی د لسو کلیو په بیا آبادولو کی چی توپان سخت ځپلی دی مرسته وکړی. د سا یدرموسونی توپان چی دوه اونی مخکی ولگیده دری زره پنځه سوه تنه خلک ئی ووژل او دوه میلیونه نور ئی له خپلو کورونونه بی ځایه کړل ویل کیږی چی په تیرو څو کلونوکی دا تر ټولو سخت توپان ؤ.

XS
SM
MD
LG