د لاس رسي وړ اتصالات

'پوټېن ته د روسېې په عمومى انتخاباتو کې ستر برى ور په برخه شي'


په روسېه کې راېې ورکوونکي دنوي پارلېمان لپاره راېې ورکوي او توقع ده چې ښاغلي پوټېن ته ستر برى ور په برخه شى.

نن د ېکشنبى په ورځ په روسېه کې انتخابى حوزې پرانېستل شوې د روسېې په لېرې ختېځ ې د سختې ېخنې سره سره هم خلکو په انتخاباتو کې برخه واخېستله.

د روسېې د ولسى جرگه چې د دوما په نامه ېادېږى څلورسوه او پنځوس چوکۍ لري او تر سلو ملېونونه زېات کسان د راېو ورکولو وړ بلل سوېدى.

د راېو ورکول به نن دېکشنبى په ورځ ماښام مهال پاېته ورسېېږى. رپوټ وايي چې ښاغلى پوټېن په خپله نن په مسکو کې په انتخاباتو کې برخه واخېستله.

تر هغې وروسته راېې ورکوونکى دېته وهڅول چې هغو کاندېدانو ته راېې ورکړى چې دوى پرې باور کولى شى.

د روان حکومت مخالف سېاستمدار، گاري کسپروف هم په انتخاباتو کې برخه وخېستله او ترهغې وروسته ېې ووېل چې واکمن گوند نه ېوازې دا چې په انتخاباتو کې ټگى او برگى کوي بلکه په ټول انتخابى نظام کې دخپلو کارونو د پرمختگ لپاره له زور نه کار اخلى.

گاري کسپروف د روسېې د شطرنج پخوانى قهرمان دى او د پنجشنبى په ورځ له زندان نه خوشى شو. هغه اونورو ملگرو ېې د پوټېن خلاف په ېوه مظآهره کې برخه اخېستى وه او پنځه ورځې په توقېف کې اچول شوى ول.

د جرمنى لومړۍ وزېرې انگېلا مرکېل په دغو انتخاباتو باندى اعتراض وکړ او وې وېل چې د نړېوالو څارونکېو شمېر پکى بېخى کم و.

XS
SM
MD
LG