د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا په عراق کې د سېاسى بهېر گړندېتوب غواړي


د امرېکا ېو لوړپوړه چارواکى وايي دعراق مشرانو ته پکاردى چې د ښو امنېتى شراېطو نه گټه واخلى او دملى پخلاېنى سېاسى بهېر گړندى کړى چې د فرقه ېې جگړو د بل پړاو اور بل نشى.

د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال نېگرو پانټې خبردارى ورکړىدى چې که داسى کارونه ونشى نو ددى خطر موجود دى چې د پخوا په څېر دمرگ ژوبلې پړاو ته رو ولوېږى.

نېگرو پانټې عراق ته خپل شېږ ورځنى سفر پاېته رسولى دى او وايي چې په عراق کې د امرېکا د قواو زېاتوالى ډېر مهم نتاېج ورکړېدى او پکارده چې ملاتړ ېې وشى او د ډېرو مهمو مساېلو په باب دې لکه ملى پارلېمان، سېاسى پخلاېنې او داسى نورو په برخه کې مهمى فېصلى وشى.

دعراق ېو ډېر بارز او مخورسنى سېاستمدار وايي دادرېمه ورځ ده چې امنېتى قواوى دى تقرېبا عملا په کور کې په نظربندى کې ساتى.

عدنان الدولېمي نن د ېکشنبى په ورځ ووېل دعراق عسکرو په بغداد کې دهغه د کور څارنه کوله او له دېنه اېساراوه چې پارلېمان ته ولاړ شى او ېا څوک دهغه لېدلو ته ورشى.

دعراق قواوې د جمعى دورځى راهېسى دهغه دکور شاوخواته ځاى په ځاى شوېدى ځکه چې هغوى دده ددفتر شاوخواته نېژدى دوه موټربمونه پارک شوي لېدلى ول.

پولېسان ددولېمى زوى او دهغه شل تنه ساتونکي د همدغو موټرو په اړه د تحقېق لپاره نېولى دى. دعراق حکومت له دېنه انکار کوى چې دولېمى ېې په خپل کور کې نظربند کړېدى.

XS
SM
MD
LG