د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په شمال لوېدېځه علاقه کې د زلزلې نرم ټکانونه احساس شوېدي


د پاکستان په شمال لوېدېځه علاقه کې نن د ېکشنبى په ورځ د زلزلې نرم ټکانونه احساس شوېدي. خو سمدلاسه د مالى او ځانى تاوان کو م رپوټونه ندى راغلى.

دامرېکا د جېولوجېکى سروې مرکز ددغې زلزلې قوت څلو اعشارېه نهه سنجولى دى او وايي چې ددغې زلزلې مرکز دافغانستان د هندوکش په په غرونو کې و.

د پاکستان چارواکي وايي د زلزلې ټکانونه په پاېتخت اسلام اباد، پېښور او چترال کې هم احساس شوېدى.

د پولېسو چارواکى وايي تراوسه پورې د مرگ، زخمې کېدو او مالى تاوان رپوټونه ندى راغلى.

XS
SM
MD
LG