د لاس رسي وړ اتصالات

د وېنزو وېلا خلکو د شاوېز وړاندېزونه د اساسى قانون په باب رد کړل


د وېنزووېلا خلکو د دغه هېواد د جمهور رئېس هوگېو شاوېز هغه پېشنهاد شوي اصلاحات رد کړېدى چې جمهور رئېس ته پراخه اختېارات ورکوي او د بېا انتخابېدو لپاره په داېمى توگه د صلاحېت لرل هم پکى شامل دى.

د دغه هېواد دانتخاباتو کومېسېون نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې په اساسى قانون کې د پېشنهاد شوو بدلونو نو په برخه کې په سلو کې ٥١ راېې مخالفې وې.

ښاغلى شاوېز له نهو کلونو راهېسى دوېنزووېلا جمهور رئېس دى او په دغو انتخاباتو کې ماتې دهغه لپاره ډېره مهمه گڼل کېږي.

ښاغلى شاوېز د رېفرېنډم له نتاېجونه وروسته په خپله وېنا کې ووېل چې ناکامې د فعلا لپاره ده. هغه داهم ووېل چې دى به د سوسېالېزم دمنځته راوستلو لپاره کو شش جارى وساتى.

د ښاغلى شاوېز د دفاع وزېر راول بادوېل ددغه پلان په مهمو نقادانو کې دى. هغه ووېل چې د وېنزووېلا خلکو دا وښودله چې په اساسى قانون کې دېوه سړى د غوښتنو سره سم بدلون نه منى او مقاومت ورسره کوى.

له انتخاباتو نه مخکى شاوېز ووېل چې دى دېته چمتو دى چې ٢٠٥٠ پورې حکومت وکړى. هغه وخت به دى ٩٥ کلن وي.

د اوسنى اساسى قانون له مخى دده موده په ٢٠١٣ کې پاېته رسېږى او تر هغې وروسته نشى کولى چې بېا ځان انتخاب کړى.

XS
SM
MD
LG