د لاس رسي وړ اتصالات

په مرکزي عراق کې ددولس کسانو ېو قبر پېدا شوېدى


د عراق چارواکى وايي دوى ېو داسى قبر پېدا کړېدى چې لږ تر لږه دولس مړي پکى پراته دى. دا قبر دعراق په مرکزي برخه کې پېدا شوېدى او دا سېمه ېووخت د القاعده په ولکه کې وه.

دعراق چارواکېو دا قبر دفلوجه په شمال ختېځه برخه کې د ېکشنبى په ورځ پېدا کړ. د عراق امنېتى قواو په دې نېژدى وخت کې څو دانى ډله ئېز قبرونه په هغو ځاېونو کې پېدا کړېدى افراطېان ېې ترېنه شړلى دى.

په عراق کې بل سېاسى انکشاف دا دى چې دعراق ېوې سترې سنى ډلې له پارلېمان سره خپله مقاطعه نن ددوشنبى په ورځ پاېته ورسوله.

هغوى ووېل چې ددوى ېو مشر په کور کې له نظربندى څخه خلاص شوېدى. د عراق امنېتى قواو عدنان الدولېمى په بغداد کې له خپل کورنه په شنه سېمه کې ېوه هوټل ته بدرگه کړ.

دعراق پارلېمان هم په همدغه هوټل کې دى. د عراق پولېسو د الدولېمى کور پرون وروسته له هغه نه محاصره کړى و چې دهغه زوى او ساتونکى ېې په دې گومان ونېول چې ددغه سېاستمدار ددفتر څنگ ته ېې موټر بم پټ کړى و.

دعراق چارواکېو دا خبره رد کړېده چې الدولېمى په کور کې نظربند شوى و.

XS
SM
MD
LG