د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان په یوې مدرسې کې شپږ طالبان وژل شويدى


د پاکستان پولیس وايي چې نن په یوې مدرسې کې د بم په چاودنه کې شپږ طالب العلمان وژل شوي او څلور نور زخمى شوي دي.

چارواکي وايی دغه چاودنه په جنوب کې د بلوچستان دکلای سیف الله په سیمه کې چې د افغانستان له پولې سره نژدې ده وشوه.

چارواکېو وویل بم د یوه افغان زده کونکي په بکس کې چې شپه یې په هم دې مدرسه کې تیره کړې وه، پټ کړی شوی ؤ.

دا بم هغه وخت و چاودید چې دغه شاگرد د مدرسې نه وتلی ؤ. تر اوسه پورې چا ددغې چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

داسې ویل کیږي چې په دغو مدرسو کې داسې جنگیالي روزل کیږي چې د هغو بهرني قواوو په ضد وجنگیږي چې په افغانستان کې میشته دي او دوی د تروزم ضد جگړه کې د پاکستان د ملاتړ په ضد دي.

خو پولیس وویل دا لا څرگنده نده چې دغه چاودنه دغو دوو پېښو پورې تړلې ده که نه؟

XS
SM
MD
LG