د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانانو انتقادونه په افغانستان کې دامرېکا پرهلو ځلو باندې زېات شوېدي


نوې سروېر دا څرگندوي چې دافغانانو اکثرېت اوس هم په خپل هېود کې د امرېکا د حضور ملاتړ کوى. که څه هم د امرېکا پرهغو هلو ځلو باندى انتقادونه زېاتېږى چې امرېکا ېې د ېاغېانو سره د جگړې او د بېا رغونى د پروژو د څارنى لپاره کوى.

ددغې سروې نتاېج نن ددوشنبى په ورځ خپاره شوېدى او وايي چې ۴٢ فېصده افغانان په افغانستان کې د امرېکا هلوځلو ته په مثبت نظر گورى.

تېرکا ل په همدغه راز ېوه سروى کې ٥٧ فېصده خلکو مثبت نظر درلود او په ٢٠٠٥ مېلادى کى ٦٨ فېصده کسانو دامرېکا د هلو ځلو په باب مثبت نظر درلود خو سږکال ۴٢فېصدو ته را ټېټ شوېدى.

که څه هم دا سروې منفى نظر مخ په زېاتېدو ښيي خو اوس هم ٧١ فېصده افغانان د طآلبانو سقوط ېو ښه کار گڼى او په افغانستان کې دامرېکا د قواو ملاتړ کوى.

دغه سروې په امرېکا کې دېره د ( ABC News ) او برتانېې د (BBC News او دجرمنى ېوه عمومى تلوېزېون (ARD ) کړېدى.

په سروې کې د دافغانستان د شمال دخلکو چې په سېمه کې ېې نسبتا ارامى زېاته ده او د جنوب د خلکو چې شخړې او مرگ ژوبلې پکى ډېرې دى د نظر اختلاف زېات لېدل کېږى.

دهېواد په جنوب لوېدېځ کې په درو کې دوه برخى افغانان دامرېکا هلو ځلو ته په منفى نظر گورى. ٢٣ فېصده ځواب ورکوونکېو د طالبانو ملاتړ کاوه.

په دې کې دتېرکال په نسبت درې چنده زېاتوالى راغلى دى. تېرکا ل په ملى سطحه ېوازې اتو فېصدو خلکود طالبانو ملاتړ کاوه.

په سروې کې وېل شوېدى چې دامرېکا په ملاتړ کې د کموالى سبب د ملکېانو په مرگ ژوبله کې زېاتوالى دى چې په نظامى عملېاتو کې پېئښېږى.

رپوټ وايي چې زېات ملکېان دافغانستان په جنوبى ولاېتونو کې د افراطېانو خلاف جگړو کې تلف شوېدى.

د عامه نظرېاتو دمعلومولو د بهېر په ځواب ورکوونکېو کې ېو ستر اکثرېت خپل اوسنى حکومت چې ښاغلىکرزى ېې مشرى کوى د طالبانو له حکومت نه غوره گڼى.

خو په سلوکې شپېته کسان وايي پکارده چې کرزى دېوې داسى روغى جوړې لپاره مذاکرات وکړى چې په نتېجه کې ېې دطآلبانو ېو شمېر مشران اجازه ولرى چې د وسلو د غورځولو په بدل کې په حکومت کې برخه واخلى.

دغه سروې له څوارلس سوه افغانانو سره دمخامخ مرکې په بڼه شوېده. ځواب ورکوونکي دافغانستان په ٣۴ ولاېتونو کې ټاکل شوى ول.

د ٢٠٠۴ مېلادى کال راهېسى دا درېمه سروې ده. سږکال د ېاغېانو دمرگ ژوبلو په پېښو کې تر شپږو زرو نه زېات کسان وژل شوېدى.

دا شمېر له هغه وخت راهېسى چې په ٢٠٠١ مېلادى کال کې د طالبانو رژېم را پرزول شوېدى د ټولو نورو کلونو له شمېر نه زېات دى.

XS
SM
MD
LG