د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت هغه معتبر قاضېان برطرف کړل چې له  اضطرارى حالت سره مخالف دي


د پاکستان حکومت له شلونه زېات نور معتبر قاضېان هم برطرف کړېدى چې له دېنه ېې انکار کاوه چې د جنرال پروېز مشرف اضطرارى حالت قبول کاندى.

د پاکستان د قانون وزېر د سه شنبى په ورځ د څلوروېشت قاضېانو د برطرفى احکام صادر کړل.

په دې جمله کې د پاکستان د سترې محکمى درې قاضېان هم شامل دى. په دغو درو قاضېانو کې د سترې محکمى پخوانى رئېس چوهدرى افتخار محمد هم شامل دى.

دغو قاضېانو له دېنه انکار وکړ چې د وفادارى نوى لوړه وروسته له هغه نه وکړى چې ښاغلى مشرف د نومبرد مېاشتى په درېمه نېټه اضطرارى حالت اعلان کړ.

ښاغلى مشرف ووېل د اضطرارى حالت د اعلانولو په عواملو کې، ېو علت داو چې دهېواد د قضائېه قوې د چارواکېو دده په حکومت کې مداخله کوله.

هغه وعده کړېده چې اضطرارى حالت د ډېسمېبرپه شپاړسمه نېټه پاېته ورسوى.

د جنرال مشرف پر حکومت باندى سېاسى کره کتونکى وايي چې ښاغلى مشرف ددې لپاره اضطراري حالت نافذ کړ چې قضائېه له هغو قاضېانو نه پاکه کړى چې ښايى د اکتوبر دمېاشتى په انتخاباتو کې ېې د جمهورى رېاست لپاره دده کامېابى منظور کړى نه واى.

XS
SM
MD
LG