د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د استخباراتو رپوټ اېران ته ېو نوى فرصت په لاس ورکوى


د اټومى اېنرژى د نړېوالى ادارى مشر محمد البرادعى وايي دامرېکا د استخباراتو رپوټ اېران ته ېو نوى فرصت په لاس ورکوى چې دا ثابته کړى چې اټومى پروگرام ېې د سوله ئېزو مقاصدو لپاره جوړ کړېدى.

محمد البرادعى نن د چارشنبى په ورځ برازېل ته په ېوه سفرکې ووېل چې د امرېکا رپوټ د ملگرو ملتونو داټومى چار و د څارنې دنړېوالى موسسى له رپوټ سره د اېران داټومى پروگرام په باب سرخورى.

د امرېکا د استخباراتو رپوټ چې په دې اونى کې خپور شوى وايي اېران څلور کاله مخکى خپل اټومى پروگرام په ټپه درولى و. دا د امرېکا د حکومت له هغه سره مغاېرت لرى چې وايي اېران په پټه داټومى وسلو د جوړولو پروگرام لرى.

په همدې اړه د ایران جمهور رئیس محمود احمدی نژاد ویلی چی د تهران د ذروي پروګرام په هکله د امریکا د استخباراتو نوی راپور د نړیوالو قدرتونو په وړاندی دایران دملت ته یو بریالیتوب دی.

احمدی نژاد چی نن یی د ایران په غربی ولایت ایلام کی خبری کولی وویل چی ایران به دخپلې اټمی تکنالوجی سوله اییز پروګرام پر مخ بوزی او یو ګام به هم شاته نه شی.

د امریکا د ملی استخباراتو راپور چی په دغه اونیۍ کی خپور شوی وایی چی ایران خپل د اټمی سلاوود انکشاف پټ پروګرام څلور کاله پخوا بند کړی دی.

دا هغه څه دی چی د بوش د اداری د هغه ادعا سره چی ایران په فعاله توګه هڅه کوی چی اټمی سلاوو ته انکشاف ورکړی مغاېرت لری.

جمهور رئیس بوش د سی شنبی په ورځ وویل چی دی دغه نوی ارزونه د خبرداری نښه بولی چی ایران کولای شی د اټمی وسلو پروګرام بیرته پیل کړی.

ده وویل چی د امریکا متحده ایالات به خپلوهغو هڅو ته دوام ورکړی چی ڼریواله ټولنه دی ته وهڅوی چی په ایران فشار ډیر کړی تر څو د یورانیمو د غنی کولو پروسه بنده کړی.

د یورانیمو غنی کول د اټمی سلاوو لپاره د تیلو په انکشاف کی ضروری شی دی.

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف چی د امریکا د استخباراتو د دغه راپور په هکله یی تبصره کوله وویل چی روسیی داسی کوم شواهد نه دی موندلی چی ایران دی ان په کوم وخت کی هم د اټمی سلاوو پروګرام درلود.

XS
SM
MD
LG