د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس د امرېکا له متحدېنونه غواړى چې له افغانستان سره مرستې زېاتې کړى


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس پرون په یو سفر کابل ته تللی و. هغه د نړیوالی ټولنی نه غوښتی دی چی د تروریزم سره په جگړه کی د افغانستان سره خپلی مرستی زیاتی کړی.

د امریکا د دفاع وزیر د سه شنبی په ورځ ناوخته د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزی سره په یو گډ خبری کانفرانس کی ووېل چې دى به په اروپا او نوری نړئ کی د امریکا په دوستانو مسلسل دا فشار راوړی چی باید افغانستان سره خپلی وعدی پوره کړی.

هغه وویل چ دده په نظر په دې وخت کې نېژدې اویا ملکونه او ټولنی داسی دی د افغانستان د ځوانی دیموکراسئ سره مرسته کوی.

دا په دوی ټولو لازمه ده چی د افغانستان سره هره ضروري مرسته وکړی.

د افغانستان جمهورریس او د افغانستان د فوځ لویی درستیز بسم الله خان د امریکا د دفاع د وزیر نه غوښتی دی چې د افغانستان ملی اردو ډیرو مرستو ته ضرورت لری.

د امریکا د دفاع وزیر ویل چی امریکا په د ی لړ کی هر ممکن کوشش کوی او په خصوص د نورو وسلو د رالیږلو د سرعت د زیاتولو په اړه هم کار کوی.

خو هغه دا هم وویل چی د ناټو د تړون نور غړی ملکونه هم باید خپلی ژمنی هیری نه کړیږ او افغانستان سره د عسکرو د روزنی او د نوی امنیتی قوی د تیارولو په لړ کی کومک وکړی.

د افغانستان د فوځ مشر د دی ټولو ضرورتونو یادونه کړیده د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کی مخ په زیاتیدو بی امنیئ باندی خواشینی ښودلی او ویلی چی د امنیت دپاره روان کوششونه او د ناټو په مشرئ د ایتلاف د قواو یا دایساف د عسکرو کارونه عبث تللی ندی.

گېټس وویل چی کله ده په خپل سفر کې د افغان فوځ، د نړیوالو قواو او امریکایی عسکرو سره خبری وکړی نو هغوى ورته وویل چې د تشدد د پیښود د زیاتیدو یو مهم عامل دا دی چی د نړیوالی قواوو د طالبانو په ‍ ضد ډیر قوی عملیات پیل کړیدی او هغو ځایونو ته پسی ورغلی چی پخوا نه و تللی.

پخوا وختو کی د امریکا د دفاع وزیر په ناټو باندی دا انتقاد درلودو چی هغو ځانویونو ته خپل عسکر نه استوی چی باید ولیږل شی په دی یو کال کی افغانستان کی د تشدد په پیښو کی نېژدې شپږ زره کسان وژل شویدی.

په ٢٠٠١ کی مېلادىکال کې چې د امریکا په مشرئ د قواو لخوا په افغانستان د حملی نه وروسته د طالبانو رژېم نسکور کړى سو، نو له هغه وخت راهېسى سږ کال تر ټولو نه خونړئ کال گڼل کیږی.

په دی کی د ځان مرگی حملو د لاسه د مرگونو شمېر ډیر زیات شوی دى. په دې کې په تازه ځان مرگى حملو کې ېوه په کابل کی د چارشنبى په ورځ وسوه او بله د ښاغلی گیټس د سفر په اوله ورځ ېعنى د سه شنبى په ورځ وشوه.

XS
SM
MD
LG