د لاس رسي وړ اتصالات

پولېسو نواز شرېف د سترې محکمى د برطرفه شوي رئېس لېدلو ته پرېنښود


د پاکستان امنېتی قواو ددغه هېواد پخوانې لومړى وزېر نواز شرېف دېته پرې نه ښود چه د پاکستان د ستری محکمی د برطرفه شوی رېس افتخار محمد چودری سره ملاقات وکړی.

افتخار محمد چودری د تېری ېوې مېاشتی نه راپدی په خپل کور کی نظر بند دی.

نن په سلهاو پولېسو چه په اسلام اباد کې ېې د قاضې افتخارمحمد چوهدري د کور شاوخواته پاټکونه اچولى ول د نواز شرېف او دهغه د ملگرو مخه ېې ونېوله او اجازه ېې ورنه کړه چه له ښاغلى چوهدرى سره ملاقات وکړی.

که څه هم نواز شرېف او دهغه ملگرو کوشش وکړ چې له پاټکونو نه تېرشى.

پرون د چهارشنبی په ورځ حکومت د افتخار محمد چودری په شمول د ستری محکمی اوه وېشت قاضېان چه د جمهوررېس مشرف د موقف سره ېې سخت مخالفت کړی ؤ، رسما تقاعد کړل.

هغوئ په پاکستان کی د اضطراری حالت د اعلان نه وروسته، د ښاغلي مشرف سره د وفادارئ د لوړې د پورته کولو نه ډډه وکړه.

نواز شرېف امرېکا غږ ته د چارشنبى په ورځ ووېل چې دده گوند او د بېنظېر بهټو گوند د هغو شراېطو په باب ېوې موافقې ته سره نېژدى کېدونکى دى چې پکار ده حکومت ېې مراعت وکړى.

په دې ډول به دوى په پارلمانی انتخاباتو کی دگډون لپاره چه د راتلونکى کال د جنورئ په اتمه کېږی له مقاطعى نه لاس واخلى.

XS
SM
MD
LG