د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وايي د سوات په دره کې ېې دوه ښارگوټی نېولی دی


د پاکستان پوځ نن اعلان وکړ چه د سوات په دره کې ېې د وسله والو جنگېالېو نه دوه ښارگوټی بېرته نېولی دی. پوځی ماموران واېې چه عسکرو د طالبانو د طرفدار دېنې عالم، مولوی فضل الله د ملگرو نه خوازه خېله او مټه په تېرو دوو ورځو کې دجنگ نه ورسته بېرته ونېولې او د هغه طرفداران ېې ورڅخه وشړل.

ددی نه مخکی د پاکستان پوځ اعلان کړی ؤ چه د مولانا فضل الله د اېف اېم رادېو هغه سټېشن ېې هم نېولی دی چه نوموړي به ورڅخه د پاکستان د حکومت په خلاف د جهاد او د اسلامی شرېعت د نافذولو اعلانونه نشرول.

په سوات کې په سلهاو پاکستانی عسکر فعلا د طالبانو د طرفدارو چرېکانو په خلاف جنگېږی. د مولانا فضل الله پلوېانو د حکومتی ځواکونو نه په سوات کې څو واړه ښارگوټی او کلی قبضه کړي و ؤ.

سوات په صوبه سرحد کې د سېلانېانو ېو مهم مرکز دی د پاکستان پوځ واېې چه د نوامبر په څلور وېشتمه د جنگ د شروع کېدو نه ېې تراوسه پوری دوه نېم سوه جنگېالی وژلی دی او ېو گڼ شمېر نور ېې ژوندی نېولی دی.

XS
SM
MD
LG