د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د جمهوري رېاست کاندېد، مېت رامني ژوند ته لنډه کتنه


د امریکا د جمهوري غوښتونکېو له ګوند څخه میت را مني چې پخوا د مسا چوستس ایالت والي و، اوس سپینې ماڼۍ ته د رسېدو هڅې کوي.

رامني که څه هم په ایوا او نیوهمپشایر ایالتونو کې له خپلو ګوندي سیالانو څخه مخکې مالومیږي خو ویل کیږي چې ښایي د هغه مذهب او د لانجمنو مسایلو په وړاندې د نوموړي بدلېدونکی دریځ د هغه د هیلو په وړاندې خنډ وګرځي.

ویلارد مېت رامني له ورایه د امریکا د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندیدیو لپاره مناسب مالومیږي. هغه ښکلی، پیاوړی او داسې بریښي چې د کمپاین پر مهال له عامو امریکاییانو سره تود اودوستانه چلن کوي.

ډیری سیاسي ماهران رامني ته د یو زړه راښکونکي ویناوال او درانه سیاستوال په سترګه ګوري. شپیته کلن رمني د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی او له هاروارد پوهنتون څخه فارغ شوی، خانداني سیاستوال او په عین حال کې یو پخوانی سرمایه دار دی چې پانګه یې کابو درې نیم سوه ملیونه ډالرو ته رسیږي.

په ۲۰۰۳ کال کې رومني د ماساچوسیتس ایالت د جمهوري غوښتونکي والي په توګه د دندې لوړه وکړه.

که څه هم په دې ایالت کې زیاتره دیموکراتان اوسيږي، خو رومني هغه وخت مشهوراو دې څوکۍ ته یې د ټاکنې چانس زیات شو چې په سالټ لېک ښار کې یې د ۲۰۰۲ کال ژمني المپیایي لوبې ښې سمبال او د رشوت او نورو رسواییو څخه وژغورلې.

د هغه دا هڅې ددې لامل وګرځېدې چې د والیتوب پر مهال یې نوم په ملي کچه ښه وي او آن اوس د جمهوري ریاست د انتخاباتو په مبارزه کې هم خلک ورته ښه نظر ولري.

د ویرجینیا پوهنتون د سیاسي علومو د مرکز مشر، لاري سباتو وایي میت رومني په دې انتخاباتو کې یو پیاوړی سیال دی: ‌( هغه تر ټولو نورو کاندېدانو ډېره اېنرژی لرى. هغه تر ټولو ښه پوخ مهال ویش لري او داسې مالومیږي چې تر ټولو زیارکښ دی. دا خبرې په سیاست کې ډیر ارزښت لري.)

رومني په ۱۹۴۷ کال کې په ډېټراېټ کې وزیږید. پلار یې، جورج رومني د مشیګن والي و چې جمهوري ریاست ته یې هم ناکامه هڅه کړې وه. رومني د مارمن کلیسا پیرو دی او دا د مسیحیت یوه خاصه څانگه ده چې په امریکا کې په لږکیو کې راځي. ددغه مذهبي مکتب اصول، خوشبیني، سخت زیار او سپما تشکیلوي.

د احصائیې له مخې، پنځه دیرش فیصده امریکاییان یوه مارمن مسیحي ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د رایې ورکولو نېت نه لري. رومني چې کله د ماساچوستس ایالت والي و نو په ځینو کارونو او نظریو سره یې څرگنده کړه چې دى یو منځلاری دی.

خو کله چې د جمهوري ریاست څوکۍ ته یې زړه ښه کړ، نو یو دم یې خپل دریځ بدل کړ او ښي اړخی وگرځېد. د ماشومانو د زېان کولو او د همنجسو له واده کولو سره یې خپل کلک مخالفت وښود.

منتقدین د هغه دغه راز ادلون بدلون یوه کمزورتیا گڼي. نور سیالان یې وایي چې دی د ژوند په پر مختگ سره خپل دریځ بدلوي.

پخپله رومني بیا وایي: ‏«‎ په هر هغه څه چې ما دوولس یا دیارلس کاله پخوا باوردرلود، نن هغسې باور نه لرم.‏»‎

رومني په عراق کې د امریکایي ځواکونو د زیاتون د سیاست پلوی دی او پر ایراني مشرانو سختې نیوکې کوي. که څه هم نوموړی پوځي سړی نه دی خو ځان د پوځیانو کلک ملاتړی بولي.

‏«‎ کله چې خبره زموږ د پوځ پیاوړي کولو ته راشي نو زه غواړم چې هغو ته لږ ترلږه سل زره مرستندویه عسکر ورواستوم، د جگړې په میدان کې وسایل ورته اماده کړم او کله چې کور ته راستانه شي، نو څنگه ېې چې وړتیا لري، د هغو پام وساتم.»

رومني چې څه وخت انتخابى مبارزې ته راوځي نو د مېرمنې او پنځو بچیانو سره یې جوخت، د هغه لس لمسیان هم ورسره وي.

د رومني د قوم سلو تنو غړو په تېره اگست میاشت کې اعلان وکړ چې په کمپاین کې به د هغه مرسته کوي. په ایوا ایالت کې لومړنیو احصائیو د نورو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په ډله کې د میت رومني مخکښي څرگنده کړه.

ځینو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو لا له یادو شویو احصائیو څخه وروسته په نوموړي ایالت کې د سیالیو لړۍ هم سسته کړه. میت رومني سیالي ته دوام ورکوي خو نتیجه خدای ته مالومه ده.

XS
SM
MD
LG