د لاس رسي وړ اتصالات

د موسی کلا د نیولو لپاره لوی عملیات پیل شوی دی


افغان او بهرنی قواووی تیاری نیسی چی د افغانستان په جنوب کی نیول شوی ولسوالی بیرته د طالبانو نه ونیسی. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمی وایی چی امنیتی قواوو د هلمند ولایت په موسی کلا کی عملیات پیل کړی دی . یاغی طالبانو د فبروری په میاشت کی په موسی کلا له هغه وروسته قبضه کړی چی برتانوی قواوو د دی ولسوالی د امنیت مسؤلیت محلی مشرانو ته په غاړه وراچولی و. د برتانوی قواوو چارواکی وایی چی غواړی دغه ولسوالی بیرته ترلاسه کړی. وسله والو طالبانو ویلی چی د موسی کلا د دفاع لپاره د دوو زرو نه زیات وسله وال جنگیالی لری.

XS
SM
MD
LG