د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د باندنیو چارو وزیره د روسیې د باندنیو چارو وزیز سره گوري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیری کاندولیسی رایس نن په بروسل کی د روسیی د بهرنیو چارو له وزیر سره د ایران په هکله د امریکا د استخباراتو د هغه نوی راپور په اړه وغږیده چی تهران خپل اټومی پروگرام په دوهزره دریم کال کی بند کړی و. د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سیرگی لافروف وویل چی د روسیی استخباراتو داسی شواهد ندی پیدا کړی چی ایران کوم اټومی پروگام درلود که نه.همدا شان روسیه په ټینگه د دی مخالفه ده چی په ایران د یورانیمو د غنی کولو لپاره د امریکا په لمسون د ملگرو ملتونو لخوا بندیزونه وضع شی.د یورایمو دغنی کولو نه کیدای شی اټومی وسلی تر لاسه شی. د پنجشنبی په ورځ د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر کارل دی گوجیت وویل چی د ناتو او اروپایی هیوادونو وزیرانو موافغه کړی چی په ایران د هغه د اټومی حرص له کبله د امریکا د استخبارانو د راپور سره سره نور هم فشار واچوی . امریکا وایی چی په دی رپوټ کی راغلی چی په ایران باندی نړیوال فشار نتیجه ورکړی او باید ادامه ورکړل شی.

XS
SM
MD
LG