د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې دمرگ ژوبلو په پېښو کې اته کسان ووژل شول


پاکستاني چارواکي وايي چې ېوه ځان وژونکي د سوات په دره کې د هغې ورځې نه وروسته چې د پاکستان اردو اعلان وکړ چې دوی د سیمي نه د طالبانو ټول پلویان شړلي دي، اته کسان ووژل.

امنیتي چارواکي وايي نن د یکشنبې په ورځ یو پولیس او پنځه ملکیان چې دوه یې ماشومان ؤ په دې چاودنه کې هغه وخت ووژل شول کله چې ېوه ځان مرگي د چاودنې له موادونه ډک موټر د پولیسو یوې پوستې ته د ننه کړ.

په دې چاودنه کې یو شمیر کسان ژوبل شوي هم دي. د شنبې په ورځ د پاکستان پوځ وویل چې په هغو عملیاتو کې چې د تیرې میاشتې نه راهیسې د طالبانو د پلویانو په ضد د سوات په درو کې پیل شوي وو نژدې درې سوه طالبان وژل شوي او نژدې یو نیم سل نور نیول شوي دي.

د پوځ ویاند جنرال ناصر جنجوعه وايي چې په دغو عملیاتو کې شپږ ملکیان او پنځه عسکر هم وژل شوي دي خو د جنگیالیو مشر مولانا فضل الله او دده دوه سوه ملگرو وکړای شول چې د سیمې لرې غرونو ته وتښتي.

پاکستاني پولیسو وویل په یوه بله پېښه کې نن د یکشنبې په ورځ ناپیژندل شوو کسانو لږ تر لږه د پېښور په ښار کې د هوايي ځواکونو په یوه اډه باندې دتوغندېو درې ډزې کړېدى.

XS
SM
MD
LG