د لاس رسي وړ اتصالات

عراق اېران ته په امنېتى کنفرانس کې د گډون بلنه ورکړېده


د ایران حکومت ویلی چی عراق تری غوښتی چی د عراق د امنیتی چارو په هکله په راتلونکی میاشت کی د امریکا سره د مذاکراتو د کولو لپاره د دوی په بلنه گډون وکړی.

د ایران د حکومت یوه نطاق محمد علی حسینی نن وویل چی ایران به د امریکا او ایرانی چارواکیو ترمینځ د جنوری د مذاکراتو د پاره د عراق په وړاندیزغور وکړی.

واشمگټن او ایران د اوه ویشت کالو ډیپلوماتیکی اړیکو د نشتوالی وروسته سږ کال دری ځله په بغداد کی د عراق په هکله مذاکرات وکړل.

وروستی مذاکرات د آگست په میاشت کی وشول. د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکی تیره میاشت ویلی چی د امریکا سره یی د څلورم دور مذاکراتو کولو موافقه کړی خو نیټه یی ونه ټاکله.

د امریکا او عراق حکومتونه به د امریکا او ایران د راتلونکو مذاکراتو نیټه وروسته وټاکی.

واشنگټن او تهران په عراق کی د روان تشدد پړه یو په بل باندی وراچوی او د دوی ترمینځ پخوانیو مذاکراتو کومه نتیجه نه وه ورکړی.

XS
SM
MD
LG