د لاس رسي وړ اتصالات

د سړک دغاړې بم دعراق د بابل اېالت دامنېه قوماند ان وژلى دى


د عراق چارواکى وايي د سړک دغاړې بم په مرکزى عراق کې د بابل د اېالت د امنېته قوماندان وژلى دى. چارواکى وايي په دغه چاودنه کې تورن جنرال قېس الماموري چې د ېکشنبى په ورځ بابل ته نېژدى په مرکزى ښار هېله کې له ېوه کاروان سره تېرېده ووژل شواو دوه ساتونکى ېې هم ووژل شول.

سرتېرو په دغه اېالت کې څو څو ځلى حملى کړېدى د سړک دغاړى ېوه بم په دېوانېه نومى اېالت کې داگست په مېاشت کې هم د پولېسو ېو قوماندان وژلى و.

چارواکی وایی چی نن دغه حمله د بابل د ایالت پایتخت هیله ته نژدی د پولیسو د قوماندان د موټرو په کتار وشوه.یاغیان اکثرا د پولیسو په ولایتی قوماندانانو حملی کوی.

د آگست په میاشت کی د دیوانیا د ایالت د پولیسو قوماندان د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی ووژل شو. نن سهار د بیجی په شمالی ښار کی د تلاشی یوی پوستی ته نژدی دموټر بم په چاودنه کی دوه عراقی عسکر ووژل شول.

په دی وروستیو وختونو کی یاغیانو د عراق په شمال کی خپلو حملو ته زور ورکړی چی زیاتره امنیتی قواووی او ملیشی چی د القاعدی خلاف جنگیږی په نښه کوی.

ځینی یاغیان د امریکایی او عراقی قواوو د فشار له کبله د بغداد او نژدی سیمو نه د عراق شمال پلو تښتیدلی دی.

XS
SM
MD
LG