د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا مامورین وايي چې دوی به شمالي کوریا ته د فولادو د لیږلو کار پیل کړي


د جنوبي کوریا مامورین وايي چې دوی به شمالي کوریا ته په دې میاشت کې د فولادو د پنځو زرو ټنو تختو د لیږلو کار پیل کړي.

دغه تختې د شمالي کوریا ددغې ژمنې په مقابل کې لیږل کیږي چې دوی به خپل اتمي پروگرامونه دروي. مامورین وايي د فولادو د تختو لیږل به ددې میاشتې په اولسم تاریخ کې د شمالي کوریا د نامپو بندر ته پیل کیږي.

شمالي کوریا ته د امریکا، جنوبي کوریا، چین، روسیې او د جاپان لخوا ژمنه شوې چې دغه هیواد ته به اقتصادي او د انرژي په ساحه کې مرستې ورسول شي.

دوی به دغه کار د سږکال تر پایه پورې د شمالي کوریا د اتمي پروگرام د بندولو په مقابل کې وکړي.

په دې معامله کې ٥٠٠ زره ټنه تیل د امریکا، جنوبي کوریا، چین او روسیې لخوا شمالي کوریا ته برابریږي.

XS
SM
MD
LG