د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانېې لومړى وزېر په افغانستان کې دخپلو عسکر و لېدلو ته ورغلى دى


د ناټو په مشرۍ د اېتلاف قواوې د موسى کلا ښارته ورننوتلې دي د برتانېې لومړى وزېر، گورډن براون، خپل اولنى سفر افغانستان ته وکړ او د هېلمند په ناکراره ولاېت کې ېې د خپلوعسکر و مرکز وکوت.

گورډن براون له خپلو عسکرو نه دهغوى د قربانېو مننه وکړه او تر هغې وروسته کابل ته ددې لپاره ولاړ چې د افغانستان له عالېرتبه مشرانو سره ملاقات وکړى.

گورډن براون په داسى وخت کې افغانستان ته سفر وکړ چې دناټو په مشرۍ قواوې دطالبانو پاخه مورچل هېلمند ته ورننوتلى دي.

په افغانستان کې، د ناټو په مشرۍ د اېتلاف قواوې وايي چې دوى د هېلمند په ولاېت کې، موسى کلا ښارته ورننوتلي دي.

ددغو عملېاتو مقصد دادى چې موسى کلا بېرته له ېاغي طالبانونه ونېسي. د ناټو په مشرۍ د اېتلاف، نن ددوشنبى په ورځ ووېل دوى موسى کلا ته چې ېوازېنى ځاى دى چې تراوسه د طالبانو په قبضه کې و ور ننوتلي دي.

XS
SM
MD
LG