د لاس رسي وړ اتصالات

الگور: اوس هغه وخت را رسېدلى دى چى د زمکى پرمخ دجگړو کول بند کړى شى


د نوبل جاېزې گټونکى الگور امرېکا او چېن دېته هڅوى چې د نړېوالى تودوخې په برخه کې نور اقدامات هم وکړى.

د امرېکا د جمهورى رېاست پخوانى مرسېتال وايي چې اوس هغه وخت رارسېدلى دى چى د زمکى پرمخ د جگړو کول بند کړى شى.

ښاغلي گور نن دناروې په پاېتخت اوسلو کې دنوبل جاېزه وگټله. هغه دنړې دوه ستر هېوادونه امرېکا او چېن چې له کارخانونه کاربن ډېر خارجېږى دېته وهڅول چې ېوداسى اقدام چې دى ورته له جرئت نه ډک اقدام وايي وکړى د نړېوالى تودوخې دمخنېوى لپاره وکړى.

دامرېکا حکومت په ١٩٩٧مېلادى کال کې د کېوټو تړون چې وايي د شنه کور دگازونو په خروج کې دې کمښت راوستل شى ندى لاسلېک کړى.

د شنه کور گازونه دهوا په تودوخه کې ستر نقش لرى. دشنه کور گازونه هغه گازونه دى چې له زمکى نه هواته پورته کېږى او تودوخه زېاتوى، د اوبو تبخېر او کاربن ډاى اکېساېډ پکى ترټولو زېات نقش لرى.

ښاغلى گور وېل چې دى به په دې اونى کې د بالى کنفرانس ته ولاړ شى چې نړې مشران دېته وهڅوى چې تر لس د پاسه دوه زرم کال پورې د شنه کور د گازونو د تولېد په کمښت باندى ېو معېار وټاکى.

XS
SM
MD
LG