د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو پنځوس فېصده مصارف د ترېاکو له تجارت نه پوره کېږي


د دوشنبى په ورځ په له دولس بجونه ترېوې نېمى بجې پورې د پوهانو لپاره واشنگټن دووډرو وېلسن په نړېوال مرکز کې په افغانستان کې دترېاکو د تجارت او طالبانو ته دهغو د گټو او دا فغانستان حکومت ته د هغو د زېانونو په باب ېو کنفرانس جوړ شوى و.

په کنفرانس کې وانډا فېلباب چې په دې برخه کې څېړنى کوى خبرې وکړى.

وانډا فېلباب برون له څو کلونو راهېسى د مخدره موادو په تجارت او دېوه ملک له امنېت، ادارې فساد، ېاغېانو او ترهگرى سره دهغو په اړېکو باندى څېړنى کوى.

وانډا ووېل له ٢٠٠١ مېلادى کال نه را په دې خوا چې په افغانستان کې د کوکنارو کرل کال په کال زېاتېږى، ددغه کار سارى له دوېمى نړېوالې جگړې نه په دې خوا نه لېدل کېږى.

په نړۍ کې ېو هېواد هم افغانستان په څېر دې حد ته ندى رسېدلى چې په ټوله نړى کې د کوکنارو په کرنه او د اپېنو په تولېد کې اوله درجه واوسى.

په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې په افغانستان کې ٨ زره او دوه سوه ټنه اپېن تولېد سوى و.

دغه اندازه په نړۍ کې د اپېن د ٩٠ فېصده تولېد تشکېلوى. وانډا فېلباب براون ووېل اوس د اپېن کرنه دافغانستان په ٣۴ ولاېتونوکې عامه شوېده که څه هم حکومت ووېل چې نهه اېالتونه داسى دى چې اپېن په کې نه کرل کېږى.

خو د معلوماتو له قراره په هغو ولاېتون کې چې د کوکنار کرل کم شوېدى په هغو کې د چرسو کرل زېات شوېدى، ېعنى چرسو او بنگو دا پېنو ځاى نېولى دى.

هغې ووېل چې د کوکنارو له کرنى نه ېوازې طالبان گټه اخلى بلکه نورې ېاغې ډلې هم ترېنه گټه اخلى.

هغې د ېاغې ډلو په لړ کې ووېل چې د طالبانو ډله، د مجاهدېنو د پخوانى مشر حکمتېار ډله، د جلال الدېن حقانى ډله، القاعده په خپله او نور خارجى جنگېالى چې په بغاوت کې برخه لرى دا ټول ترېنه گټه اخلى.

ېوازې طالبان د هغى په وېنا د خپلو مالې لگښتونو په سلوکې پنځوس د مخدره موادو له تجارت نه پوره کوى. له دغو ېاغى ډلونه علاوه د افغانستان د حکومت ېو شمېر مامورېن او پخوانى جنگسالاران چې له امرېکا سره ېې د طالبانو په را پرزولو کې مرسته وکړه هم په دغه تجارت کې لتاړ دى.

ددغه تجارت ېوه برخه گټه بارسوخه محلى مشراننو ته هم رسېږى. هغې ووېل ېوازې مالى گټه نده چې له دې تجارت نه طآلبانو ته وررسېږى. هغوى ته له دغه تجارت نه نورې گټى هم په لاس ورځى.

په هغې جمله کې اول خوداده چې دوى دهغو سېمو په محلى خلکو کنترول ترلاسه کوى چې کوکنار پکى ډېر کرل کېږى. دمخدره موادو له قاچاقبرانو سره اړېکى لرى.

طالبان د هغوى ساتنه کوى او هغوى ورسره مرسته کوى. په حکومت کې ادارى فساد زېاتوى او حکومت کمزورى او غېر موثر کوى. د زمکو او کورونو قېمتونه لوړوى او د قانونى تجارت د ودى او پرمختگ مخه نېسى.

ېوبل مهم اقتصادى علت چې خلک د اپېن د کرنى طرفداردى هغه دادى چې اپېن ېوازېنى فصل دى چې دهقانان پرې پېشکى پېسى اخېستلى سى.

په نورو فصلونو باندى پېشکى پېسى نسى اخېستلى چې خپل مشکلات پرې رفع کړى. هغې ووېل په اوله کې چې طالبان له قدرت نه وغورځېدل نو دمنځنى ختېځ د خلکو اود پاکستان د خلکو په مرستواو اعانو باندى ېې خپل ځانونه له سره منظم کړل.

په دغه وخت کې د کوکنارو د کرنى او تجارت چارې هغو جنگسالارانو ته په لاس ورغلى چې له امرېکا سره ېې د طالبانو پرخلاف همکارى کړى وه.

د کنفرانس وېناوالى وانډا براون ووېل چې که څه هم موجوده حکومت په والېانو باندى ډېر فشار راوړى چې د کوکنارو فصلونه تباه کړى او که نه نو له خپلو وظآېفونه دې لاس واخلى.

خو د کوکنارو د فصلونو د تخرېب نتېجه کامېابه نده. په خلکو کې له حکومت سره مخالفتونه ترېنه پېدا سول او حتى په قومى او ژبنېو شخړو باندى بدل سو.

له بل پلوه ېو شمېر حکومتى ماموران د حکومت له مامورېت نه په اپېن کې ډېره گټه لرى نو هغوى دېته چندا ن لېوال ندى چې په جدېت سره اقدامات وکړى.

وانډه ووېل چې د ښاغلى کرزىحکومت د کوکنارو په فصل له دوا پاسى سره مخالفت وکړ ځکه چې دا د طالبانو لپاره د تبلېغ اوپروپاگند وسېله کېږى چې خلک د حکومت خلاف راپاروى.

هغې په پاې کې ووېل چې تر څو پورې امنېت ښه نسى او دبدېل معېشت پالېسى په ښه ډول عملى نسى او خلکو ته دامرار معاش نورى لارې چارى برابرى نسى له اپېن نه خلاص افغانستان منځته راوستل به سخته مبارزه وغواړى.

XS
SM
MD
LG