د لاس رسي وړ اتصالات

دناټو او افغانستان قواو دطالبانو مورچل موسى کلا بېرته ونېوله


دافغانستان او ناټو قواو د طالبانو جنگېالي دهېلمند ولاېت د موسى کلا نه چې ددوى پوخ مورچل گڼل کېږى له ېوې څو ورځو جگړو نه وروسته اېستلى دى. رپوټ وايى داېتلاف قواو په موسى کلا باندى خپل واک اواختېار د سه شنبى په ورځ ټېنگ کړېدى. سر تېري طالبان ېوه ورځ مخکى تردې له دغې سېمى څخه ووتل. دافغانستان ددفاع وزارت نطاق ظاهر عظېمى وايي چې عسکر په دغه ښار کې دننه خپل سنگرونه تقوېه کوى. دغه نطاق ووېل چې په هېلمند کې ېوازې درى اولسوالى د طالبانو دترکنترول لاندى دى. نطاق داهم ووېل چې په دغو دوه ورځېنوجگړو کې په لسها و طالبانو ووژل شول. د طالبانو ېو نطآق قارى ېوسف آحمدي ددوشنبى دورځې په شاتگ تصدېق کړېدى خو داېې هم ورسره وېلى دى چې دغه په شا تلنه ېوه ستراتېژېکه مانوره وه. دافغانستان د دفاع وزارت وايي سر تېرو طالبانو د پر شاتلنى په وخت کې د سنگېن پر اولسوالى حمله وکړه. داېتلاف او افغانستان قواو د تېرې اونې راهېسى د موسى کلا په لور وړاندې تگ پېل کړې و او ددوشنبى په ورځ دغه ښارته ور ننوتل. ددغو عملېاتو په پېل کې دناټوقواو په هغو کسانو باندې هوايي برېدونه وکړل چې طالبانو ته وسلى برابروى. په دغو عملېاتو کې څو تنه ووژل شول. دموسى کلا په عملېاتو کې ترشپږ و زرو نه زېاتو عسکرو برخه اخېستى ده اومقصد ېې دادى چې په دغه اولسوالى کې ملکى حکومت بېرته په پښو ودروي. طالبانو موسى کلا دتېرکال د فبرورى په مېاشت کې هغه وخت نېولې وه چې دبرتانېې عسکر له دغې اولسوالى نه ووتل او د سېمى امنېت ېې قبېلوى مشرانو ته وسپاره. د سه شنبى په ورځ په ېوه جلا پېښه کې ېوه ځان وژونکى دناټو پر ېوه کاروان باندى د کندهار ښارته نېژدى ځان مرگى برېد وکړ او دوه ملکېان ېې ووژل خو دنا ټو کاروان ته ېې کوم تاوان ندى رسولى. په همدغه سېمه کې دطالبانو ېوې ډلې دناټو پرهغه کاروان باندى ناڅاپى حمله وکړه چې عسکر و ته ېې ضرورى شېان او لوازم برابرول. په دغه نښته کې پنځه پولېسان او اته افراطېان ووژل شول. دبرتانېې لومړي وزېر گورډن براون خپل اولنى سفر افغانستان ته وکړ او هلته ېې د افغانستان د جمهوررئېس حامد کرزي سره ملاقات وکړ. ښاغلي براون دهېلمند په نظآمى اډه کې د برتانېې له عسکرو سره ملاقات وکړ او دهغوى د قربانېو مننه ېې وکړه.

XS
SM
MD
LG