د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان حکومت وايي د موسى کلا په جگړو کې ېې پنځوس طآلبان ېې وژلى دى


د افغانستان حکومت وايي قواو ېې تر پنځوسو نه زېات طالبان دموسى کلا ښار ته نېژدى وژلى دى.

دافغانستان د دفاع وزارت وايي چې نن د چارشنبى په ورځ د طالبانو درى قوماندانان اودرى خارجى جنگېالى دهغو کسان په جمله کې ول چې د سنگېن اولسوالى په جگړو کې ووژل شول.

د هېلمند اولسوالى په جگړو کې ېوملکى سړى هم ندى وژل شوى. چارواکى وايي جگړه هغه وخت پېل شوه چې د افغانستان او ناټو قواو د ېکشنبى په ورځ طالبان له موسى کلانه واېستل.

تردې وروسته هغوى د سنگېن اولسوالى ته په شا ولاړل او هلته ېې د حکومت له قواوسره جگړه وکړه. دافغانستان حکومت وايي چې په موسى کلا کې ېې طالبانو ته سخت ځانى زېان و ر اړولى دى خو هغوى ېې شمېر ندى ښودلى.

د چارشنبى په ورځ په ېوه جلا پېښه کې ېوه ځان مرگي ېوملکى سړى وواژه او دوه عسکرېې زخمېان کړل. ځان وژونکى له چاودونکى موادونه ډک موټر د کندهار ښارته نېژدى د پوځ د کاروان څنگ ته والوزاوه.

طالبان واېې چې دوى له موسى کلانه وروسته له هغه نه چې لس مېاشتى ېې په لاس کې وه ددې لپاره ووتل چې دملکى خلکو د مرگ ژوبلې مخه ونېسى.

دهېلمند په ولاېت کې لاتراوسه پورې هم درى اولسوالى د طالبانو په لاس کې دى. رپوټ وايي چې هېلمند په افغانستان کې دکوکنارو د کرلو تجارت مرکز گڼل کېږى.

XS
SM
MD
LG