د لاس رسي وړ اتصالات

گورډن براون طالبان د افغانستان بېارغونې ته هڅوى


د برتانېې لومړى وزېر گورډن براون د طا لبانو جنگېالى دېته هڅولى دى چې له تشدد اومرگ ژوبلې نه لاس واخلى او په هغو هلوځلو کې برخه واخلى چې دهېواد د اېنده بېارغوونى لپاره کېږى.

ښاغلى براون نن د برتانېې پارلېمان ته ووېل چې برتانېه به له ېاغېانو سره مذاکرات ونکړى. خو هغه ووېل د افغانستان هغه کسان چې د افغانستان اساسى قانون ته احترام ولرى او بنېادى بشرى حقوقو ته احترام ولرى هغوى ددى ملک په ټولنه او اقتصادى پرمختگ کې ځاى لرى.

ښاغلى براون ووېل پنځو زرو پخوانېو جنگېالېو طالبانو وسله پر زمکه اېښى ده. د برتانېې لومړى وزېر گورډن براون په لندن کې وروسته له هغه نه چې دافغانستان له سفر څخه راستون سو د برتانېې ولسى جرگې ته خبرى کولى.

دافغانستان په سفر کې ښاغلى براون دافغانستان له جمهور رئېس کرزي او نورو لوړ پوړو چارواکېو سره ملاقات وکړ.

گورډن براون ووېل چې برتانېې همدا اوس تر ٩٠٠ سوو ملېونو ډالرو نه زېاتې مرستى وعده کړېده چې دافغانستان په انکشافى پروژو کې به ېې لگوى.

XS
SM
MD
LG