د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت په مطبوعاتو باندى نوي بندېزونه لگولى دي


د پاکستان خبرېالان په حکومت باندى وروسته له هغه نه دا تور لگولى دى چې دوى ېې دانتخاباتو د نېغ په نېغه خپرونو نه اېسار کړل.

هغوى وايى حکومت دا کوشش کوى چې د انتخاباتوپه برخه کې په خپرونو باندى محدودېتونه ولگوى. د پاکستان د برقى خپرونو دانتظام ادارې تلوېزېونو نو ته خبردارى ورکړى دى چې دانتخاباتو خپرونى به مستقېمان نه کوى.

په دې کې د تېلېفون کول هم شامل دى ځکه خلک مرگ ژوبلې ته هڅولى شى.

دخپرونو هغه ادارې چې ددغو مقرراتو نه سرغړونه وکړى هغوى تردرو کلونو پورې زندان ته غورزول کېدلى سى او د ېوسلو څلورشېتو زرو په اندازه جرېمه به هم ورکوى.

د پاکستان د د خبرېالانو دفېدرالى اتحادېې له خوا نه نن د چارشنبى په ورځ ېو خبردارى خپورسوېدى او په هغه کې وېل شوېدى چې حکومت کوشش کوى چې ازاد مطبوعات چوپ کړى.

د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف له هغه وخت راهېسى په مطبوعاتو بندېز لگولى دى چې د سږکال د نوومبر په درېمه نېټه په پاکستان کې اضطرارى حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG