د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبى عراق په چاودنوکې ۴٠ کسان ووژل شول او تر سلو زېات زخمى شول


د عراق پولېس وايي دعراق داماره په ښارگوټى کې چې اکثره شېعه گان پکى اوسېږى درى موټر بمونه وچول شول.

په دغو چاودنوکې ۴٠ کسان ووژل شول او تر ېو سلوپنځه وېشت نه زېات زخمى شول. پولېس وايي چې دغه چاودنى له ېوبل نه دېو دقېقو په فاصله باندى وشوې.

هغوى وايي چې دغه له چاودونکېو موادونه ډک موټرونه په ېوه گاراج کې درول شوى ول. دغه ځاى ېوه مارکېټ او د پولېسو سرمامورېت ته نېژدى دى.

اماره د مېسان د اېالت مرکز دى او له اېران سره سرحد لرى. په دغه سېمه کې له هغه وخت راهېسى چې برتانوى قواوې له سېمى نه وتلى دى مرگ ژوبله مخ په زېاتېدوده.

دبر تانوېانو له وتلو نه وروسته ددغى سېمى امنېت اته مېاشتى مخکى په خپله عراقېانو ته سپارل شوى و.

په جلا ډول دامرېکا پوځ وايي چې داېتلاف قواو ١۴ ترهگران وژلى او دولس نورېې د سه شنبى دروځې د عملېاتو راهېسى نېولى دى. ددغو عملېاتومقصد د القاعده د ډلى نېول دى.

XS
SM
MD
LG