د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان د پوځ یو جګ پوړی منصب دار او دوه نور کسان ووژل شول


د لبنان د پوځ یو جګ پوړی منصب دار او دوه نور کسان په یوی بمی چاودنی کی ووژل شول. دغه چاودنه نن د بیروت د ښار دباندی د بابده په ښارګوټی کی چی عیسویان په کی ژوند کوی وشوه.

د لبنان د پوځ په یوه بیان کی ویل شوی چی جنرال فرانسوا الحاج چی د پوځ د عملیاتو مشر و نن سهار په ېوه موټر کی د ځای پر ځای شوی بم په چاودنه کی وژل شویدى.

په دغه پیښه کی تر لسو نه ډیر کسان ټپیان شوی دی. وختی، امنیتی چارواکو د مړو شمیر ۴ ښودلی و. په دغی چاودنی کی یوشمیرموټرو اور واخیست او نږدی تعمیرونو ته هم زیان ورسید.

جنرال حاج د هغو ملیشوو په خلاف چی د القاعدی لخوا تحریک شوی وې د پوځ د عملیاتو مشری کوله. دغه عملیات د فلیسطینیانو د مهاجرینو په کمپ کی شوی وه.

XS
SM
MD
LG