د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان اوناټو قواو په 'سوونو' طآلبان ددې اونۍ په جگړو کې وژلې دى


د افغانستان ددفاع وزارت وايي د افغانستان او ناټو قواو په سوونو طآلبان ددې اونۍ په جگړو کې ېا وژلى او ېا زخمى کړېدى.

ددغو جگړو مقصد داو چې ېاغېان د موسى کلا له ښارنه وشړي.

ظاهر عظېمى د دفاع وزارت نطاق نن خبرېالانو ته ووېل چې دېاغېانو څو قوماندانان او څو تنه خارجى جنگېالى هم ددغو کامېابو عملېاتو په ترڅ کې وژل شوېدى.

ښاغلى عظېمى ووېل چې دى په دې برخه کې د تلفاتو دقېق شمېر ځکه نسى ورکولى چې لاتراوسه پورې هم دمړو د پېدا کولو کار روان دى.

هغه ووېل افغان اوناټو قواو د سنگېن او موسى کلا د اولسوالېو په غرونو کې دطالبانو پر مجلس باندى بمبارى کړېده او سخت تلفات ېې ور اړولى دى.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې ېوه زمکنى ماېن په چاودنه کې داورزگان په ولاېت کې شپږ ملکېان وژل شوېدى او او شېږ نور زخمى شوېدى.

XS
SM
MD
LG