د لاس رسي وړ اتصالات

'د پروېز مشرف په انتخابى مشروعېت به ډېر ژر قانونى اعتراضونه پېل شى'


ېو سرکرده پاکستانی قانون پوه واېې کله چه ښاغلی مشرف په هېواد کی بېړنی حالت پای ته ورسوی نو ملگری به ېې کوښښ وکړی چه د جمهور رېس مشرف د بېا انتخابېدو د مشروعېت په مسله باندى په ېوه محکمه کې قانونى اعتراض و کړی.

د پاکستان د ستری محکمی ېو سرکرده پاکستانی مدافع وکېل، ابرار حسن، نن په هانکانگ کی ووېل که جمهور رېس پروېز مشرف په هېواد کی د خپلې وعدې سره سم د شنبی په ورځ بېړنی حالت ختم کړی او اساسی قانون برحال شی، نو د پاکستانی مدافع وکېلان او حقوق پوهان په نظر کی لری چه د هغه د بېا انتخابېدلو د مشروعېت او قانونېت پر مسله باندى په محکمه کی قانونى اعتراض و کړی.

نوموړی واېې: " مونږ به وکولی شوو چه د قانونی محکمی په مخ کی دا پوښتنی مطرح کړو، چه پروېز مشرف په درسته توگه نه ؤ کاندېد شوی .نو دا هم نشی کېدلی چه جمهور رېس انتخاب شی. هغه دا واک او اختېار نه درلوده چه څلوېښت تنه قاضېان دی برطرفه کړی او خپلو کورونو ته ېې ولېږی. هغه دا صلاحېت هم نه درلوده چه قانونی وکېلان دې ونېسی او وقېف ېې کړی. په دې ډول هغه هېڅ ډول قانونی اختېار نه درلوده چه د جمهوری رېاست څوکئ اشغال کړی."

مخکی ددی نه چې ښاغلی مشرف په پاکستان کی بېړنی حالت اعلان کړی، او اساسی قانون معطل کړی، جمهوری رېاست ته د د خپل دوهم وار انتخاب په هکله ېې د پاکستان د ستری محکمی د فېصلی انتظار کاوه چه اېا بېا انتخابېده ېې قانونی بڼه لری او که نه.

کوم راپورونه چه د پاکستان نه په هغه وخت کی رارسېدلی ؤ، له هغو نه داسی معلومېدله چه ستره محکمه به د ښاغلي مشرف په خلاف فېصله صادر کړی او په همدی وجه نوموړي زر بېړنی حالت اعلان کړ او د ستری محکمی رئېس او قاضېان ېې د کار نه گوښه کړل.

تقرېبا اوه وېشت لوړ رتبه قاضېان ېې رسما تقاعد کړل. په دغو قاضېانو کې د جمهور رېس مشرف ېو سر سخت مخالف او د ستری محکمی رئېس افتخار محمد چودری هم شامل ؤ.

دا قاضېان ټول په خپلو کورونو کی نظر بند شول او ښاغلي مشرف خپل وفاداران د هغوئ په ځای وټاکل. کله چه په پاکستان کی وکېلانو مظاهری شروع کړی نو په سلهاو کسان ېې ونېول او په زندانونو کی ېې وغورځول.

په دی جمله ابرار حسن هم شامل ؤ. هغه پوره شپاړس ورځی د کراچئ په ېوه زندان کی تېری کړلی. ابرار حسن واېې، چه زېا تره وکېلان خوشی شوی دي، ځکه چه په نړېواله سطحه باندی په مشرف فشار زېات شو، مگر دری مدافع وکېلان اوس هم په زندان کی دی، چه ېو ېې د پاکستان د ستری محکمی د مدافع وکېلانو د اتحادې رېس طارق محمود هم شامل دی.

ټاکل شوی ده چه په جنورئ کی پارلمانی انتخابات وشی او اوس چې د اتو کلونو نه وروسته ښاغلي مشرف د پوځ د لوی درستېز څوکئ خوشی کړېده، نو په پاکستان کی به دېموکراسی راشی.

خو ابرار حسن واېې چه په موجوده شراېطو کی په پاکستان کی ازاد او منصفانه انتخابات نه شی کېدلی نوموړی واېې: " د مدافع وکېلانو او قاضېانو نېولو په قضا ېې نظام باندی ډېره منفی اغېزه غورځولی ده او اوسنی قاضېان لږ ا و ډېر د حکومت طابع دي،هر څه چه ورته واېې کوی ېې. نو د داسی بی اعتباره شراېطو په موجودېت کې په ملک کی ازاد او عادلانه انتخابات نه شی کېدلی."

نن تقرېبا زر و مدافع وکېلانو په لاهور کی مظاهره وکړه، په همدې ډول اته سوو وکېلانو په ملتان کې مظاهره وکړه.

XS
SM
MD
LG