د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع وزیر د افغانستان په باب په ماسټر پلان باندی بحث کوی


د امریکا د دفاع وزیر، رابرټ گېټس کوشش کوی داسی یو ستراتیژیکی پلان جوړ سی چی په راتلونکو څو کلونو کی ناتو وکړای سی چی په افغانستان کی خپل اهداف تر سره کړی.

گېټس نن د سکاټلینډ ایډنبرې ته ورسید چی د اروپایی هیوادو د دفاع د وزیرانو سره وگوری.

یوه مامور چی دامریکا ددفاع د وزیر سره په دې سفر کی ملگری دی وویل چی ښاغلی گېټس به دداسی ماسټر پلان په جوړیدو باندی خبري وکړی چی په کی دا توضیح شوی وی چی ناتو ولی افغانستان ته تللې او ولی یې مربوط هیوادونه دا ماموریت تاییدوی.

ټاکل شوې د امریکا ددفاع وزیر گېټس نن وروسته د برتانیې ددفاع د وزیر سره وگوری او د نورو وزیرانو او دیپلوماتانو سره به بشپړي خبري د جمعې په ورځ شروع سی.

XS
SM
MD
LG