د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو مشر وایی دى اسره من دى چې جاپان په افغانستان کی ښه غټ نقش ولری


د ناتو عمومی منشی ‏(‎یاپ دي هوپ شیفر‏)‎ وایی چی دی هیله لری جاپان به د افغانستان په بیا ودانولو کی زیات مهم نقش ولوبوی، چی په کی به احتمالا د ناتو په مشري په امنیتي چارو کی هم برخه واخلی.

هغه نن په ټوکیو کی په یوه غونډه کی وویل چی جاپان لا تر اوسه په افغانستان کی په بین المللی امنیتي مرستندویو قواو کی دده په قول ‏«‎ د خپل ماموریت حدود و او امکاناتو ته نه دی رسیدلی‏»‎ د ناتو قوماندانانو شکایت کړی چی ددغو نړۍوالو قواو ‏(‎ آی ساف‏)‎ د عسکرو شمیر کافی نه دی چی د افغانستان امنیت دی وساتی.

ټاکل شوې د ناتو دغه مشر نن وروسته د جاپان د صدراعظم ‏(یاسو فوکودا‏)‎ سره وگوری.

همدا راز به هغه جاپان ته د خپل دغه درې ورځني سفر په وخت د هغه ملک د دفاع اود باندنیو چارو د وزیرانو سره هم خبري وکړی.

ټوکیو وایی چی بین المللي امنیتی مرستندیو قواو ته ځکه عسکر نه سی ورکولای چی اساسي قانون یې اجازه نه ورکوی.

د جاپان سمندري قوې د هند په سمندر کی د امریکا په مشري هغو عملیاتو کی برخه اخیستې وه چی هدف یې د تروریستانو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو نیول دي.

مگر په صدراعظم ‏(فوکودا‏)‎ باندی تیره میاشت د مخالفو گوندونو له خوا فشار واچول سو چی د دې ماموریت نه تیر سی .

XS
SM
MD
LG