د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني پولیسو د سیستان ـ بلوچستان په ولایت کی ١٢ وسله وال یاغیان وژلي دي


د ایران دولتي تلویزیون وایی چی پولیسو د سیستان ـ بلوچستان په ولایت کی چی د پاکستان سره سرحد لری د یاغیانو سره په جگړه کی ١٢ وسله وال یاغیان وژلي دي.

رپوټ د محلي پولیسو له قوله و ایی چی جگړه نن د پنجشنبې په ورځ د ‏(‎ ایران شهر)‎ ښارگوټي ته نژدې وسوه.

چارواکي وایی چی پولیسو دغه راز ډیر زیات چاودونکي مواد، بمونه او نوري وسلې هم نیولی دي.

د ایران امنیتي قواوی عموما په هغو سیمو کی چی د افغانستان او پاکستان سره سرحدونه لری د وسله والو قاچاقبرانو سره په جگړو اخته دي . دغه سیمي د مخدره موادو د قاچاق مهمي لاري دي .

XS
SM
MD
LG