د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف   ذروي وسلو باندې د حکومت کنټرول بیا قایم کړ


د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف ذروي وسلو باندې د حکومت کنټرول بیا قایم کړ ځکه چې داسې بین المللي اندېښنې موجودې وې چې نه چې دا وسلې د ترورستی ډل لاس ته ور شي. ښاغلي مشرف نن چې یوه غونډه کې د پاکستان د ملي قوماندانۍ مقام ته د ذروي ټکنالوژیو د څېړنې او تحقیق پرمخ بیولو او تولید بشپړ کنټرول وسپاره.

د پوځ مامورینو نن په یوه بیانیه کې وویل چې د پاکستان د ذروي وسلو د امنیت مسایل بشپړ تضمین شوی دی او هغوی د غیر مسئولانه خبرداریو په باب اخطار ورکړ. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه میاشت مخکې رپوټ ورکړی ؤ چې امریکا تقریباً سل ملیونه ډالره په یوه پروگرام باندې مصرف کړي دي چې د پاکستان ذروي وسلې محفوظې وساتل شي.

XS
SM
MD
LG