د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف په پاکستان کې اظطراري حالت لرې کړ


په اساسي قانون کې هغه بدلونونه چې د جمعې په ورځ ناوخته رامنځ ته شول، د پرویز مشرف جنجالي جمهوري ریاست به نور هم ټینگوي او اوس به اظظراري حالت ته مشروعیت بښي. ددغه بدلونونو په اساس مشرف اوس کولی شي چې هغه قاضییان چې د ده لپاره ستونزې جوړوي وشړي. د متقاعد جنرال طلعت مسعود په قول دا بدلونونه دا معني لري چې مشرف نه غواړي هېڅ ډول خنډ په خپل مخ کې ولري. مسعود وايي: ده هڅې وکړي تر څو چې کولی شي ځان د هر قانوني چلنج نه مستثنی وگرځوي. چې کله اظطراري حالت ختمیږي نو په اساسي قانون کې داسې شی نشته چې دی په قدرت کې د پاتې کیدلو نه محروم کړي. لوی څارنوال ملک محمد قیوم د شنبې په ورځ د امریکا غږ خبریال ته وویل چې د بیان هغه ازادي چې محدوده شوې وه اوس به بیرته برحاله شي او په مطبوعاتو باندې محدودیتونه لږ شي. قیوم وايي: د اساسي حقوقو د پرځای کیدلو نه وروسته دا به ډیره سخته وي چې مطبوعاتو باندې محدودیتونه په خپل ځای پاتې شي. د قانون پوهانو او د مخالفینو په نظر چې د کال په سر کې څرگند شوی ؤ او هغه دا ؤ چې دا به غیر قانوني عمل وي چې که پرویز مشرف هم جمهور رئیس وي او هم د پوځ مشروي. ده د پوځ د مشري نه استعفي وکړه، خو وروسته د اظطرار حالت د انفاذ او د سترې محکمې د رئیس د برطرفی نه وروسته. دا سې معلومیدله چې د سترې محکمې قاضیانو دده کاندیدل غیر قانوني اعلانول. دده بیا کاندیدل د یو شمیر هغو قاضیانو لخوا چې د پرویز مشرف پلویان وو تائید شول. ده وروسته بیا د پوځ د مشرۍ نه لاس واخیست. د نوامبر ددریمې نېټې د اظطراري حالت د انفاذ نه وروسته د ملک په شاوخوا کې ٥٠ قاضیان له خپلو دندو نه وشړل شول، د پرویز مشرف ډیر شمیر مخالفین زندان ته ولیږل شول او ده هغه مطبوعات چې په ضد یې خبرې کولې ټول یې غلي کړل. تر اوسه پورې هم ډیر شمیر مخالفین یې چې په هغو کې د سترې محکمې رئیس هم شامل دی په خپل کور کې نظر بند دي. پارلماني انتخابات د بلې میاشتې لپاره په پام کې نیول شوي دي او تش په نامه په ملک کې دموکراسي اعاده کیږي. دا حالت هغه وخت په ملک کې منځ ته راغی چې کله اته کاله مخکې پرویز مشرف په یوه سپینه کودتا کې د چارو واگې تر لاسه کړل. دده مخالفین دا تور لگوي چې مشرف په انتخاباتو کې گوتې وهي تر څو دی او دده پلویان په قدرت ورسیږي. پرویز مشرف به د شنبې په شپه ملت ته خطاب کوي.

XS
SM
MD
LG