د لاس رسي وړ اتصالات

د پتنگ باز د فېلم چې د (KiteRunner) په نامه ناول پر بنا لېکل شوېدى له مخکښ هنرمند سره مرکه


خالد عبدالله ېو مصرى هنرمند دى چې د پتنگ باز په فېلم کې ېې د امېر نقش لوبولى دى.

هغه د امرېکا غږ اشنا تلوېزېون له همکارې لېنا روزبه سره په دغه فېلم کې د خپلو تجاربو په باب خپل نظرېات داسى څرگند کړل.

ستا په شخصېت کې د فېلم له اصلى کرکتر سره گډ ټکى کوم دى چې دهغو پربنا تاسى دهغه په نقش کې کار وکړ؟

زه ددغه رول سره د زړه نه مینه لرم ځکه دا د هغه یوه برخه دوه فرهنگونو ترمنځ د تجربو په اړه ده. او د بلی خوا د هغی کورنۍ سره چې ستاسو د هیودا څخه راغلی علاقه لرئ.

او هم د هغه هیواد لپاره چې تاسو پکې ژوند کوی. ما په کوچنیتوب کې د امیر په څیر تجربی نه درلودې خو پوهیږم چې مصر د افغانستان په پرتله یو څه توپیر لري.

مگر د افغانستان سره ډیر څه ورته هم لري چې ماسره یې په دغه نقش کې او د دري ژبی په خبرې کولو کې مرسته کړی ده.

درى ژبه مو څنگه زده کړه؟

زه د یوی میاشتی لپاره په کابل کې وم اوپه دغه وخت کې ماسره کاملاً په دری ژبه محاوره کیدله او ا د څلورو نه تر پنځو ساعتونو پورې د ورځی په دري خبرې کولې.

زه مختلفو ځایونو تلم، افغانی خوراکونه لکه د بولاني نیولی تر شیریخه می وخوړل او په واقعیت کې ېې ډیره مزه یې هم وکړه.

مزار شریف ته مې د سالنگ د لاری سفر وکړ، بامیانو ته لاړم او ددغه هیواد ښکلي ځایونه مې ولېدل او دا په رښتیا هم چې ماته د ژوند تر ټولو خوږه تجربه وه.

ما ولیدل چې جگړې په دی هیواد کې څه کړي او څومره د بیا رغاونی لپاره اړتیا لري. په عین وخت کې د دغه هیواد خلک ډیر مهربانه او په ورین تندی میلمه پالنه کوى.

ما ولیدل چې په ژوند مین دي او د ژوند کولو لپاره تگي دي. ما ولیدل سره له دی چې په دغه هیواد کې د دری لسیزو را دیخوا جگړه وخ خو خلکو خپل ودونه کول میلمانه یې هم درلودل او خپل ژوند ته یې دوام ورکړ.

تاسى دا فېلم په مجموعى ډول څنگه معرفى کوۍ؟

زه ډیر مطمین یم چې دغه فلم ښې اغیزې لرى. دا فېلم به د کتاب په څېر په څیر په ټولو خپل تاثیر پرځای پریږدي او افغانستان به پر هغه ویاړ ولري.

لکه زه چې د یو مسلمان، د یو مصري په حېث چې په بریتانیه کې زیږیدلی یم او یا د یو انسان په څیر پری ویاړم. داسى به ستاسى خلک هم پرې ووېاړي.

خالد حسیني په ټوله معنی یو سوچه افغان دى او دا کتاب یې د خپلو تجربو د بیان لپاره او د خپل هیواد سره د ډیری مینی درلودو له امله لیکلی دی.

دغه فلم ددی کتاب پای دی او زه ویاړم چې په دغه فلم کې برخه لرم.

XS
SM
MD
LG