د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیس په یو برتانوی مشکوک سړی پسی گرځی


پاکستانی پولیس په هغه مشکوک برتانوی سړی پسی گرځی چی گمان پری راته چی غواړی د ترانس اتلانتیک د ایرلاین الوتکه منفجره کړی. دغه سړی په اسلام آباد کی د پولیسو له قبضی نه تښتیدلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت نطاق جاوید اقبال چیمه نن وویل چی پولیس تر خپلی وسی کوشش کوی چی رشید روف پیدا او دوباره گرفتار کړی.

حکومتی چارواکېو ددې لپاره یو هیئت ټاکلی چی دا معلومه کړی دغه مشکوک ترورېست څنگه تښتیدلی دی.

دغه هییت به د دریو ورځو په ترڅ کی خپل رپوټ وړاندی کړی.

روف د شنبی په ورځ په اسلام آباد کی له هغه وروسته چی محکمی ته د قاضی په وړاندی حاضر شو وتښتدید. پولیس وایی چی ویی کولای شول چی خپل ولچک خلاص کړی او بیا وتښتی.

د روف مدافع وکیل د هغه تیښته یوه عجیبه پیښه بللی ده. روف چی پاکستانی اصله برتانوی دی په ٢٠٠٦ کال کی په پاکستان کی ونیول شو.

د لویدیځ امنیتی مقامات وایی چی ده دهغی مسافروړونکی الوتکی الوتکی د چاودنی په دسیسه کی عمده رول درلود چی د برتانیی او امریکا ترمینځ یی الوتنه کوله.په دی دسیسه کی یی غوښتل چی د مایع منفجره موادو نه کار واخلی .

XS
SM
MD
LG