د لاس رسي وړ اتصالات

طا لبانو پنځه لس ساتونکي وژلى دي


د افغانستان مقامات وایی توندروو طالبانو هغه پنځه لس تنه محلی محافظین وژلي دي چی د متحده ایالاتو د یوې خصوصی امنیتی موسسې دپاره یې کار کاوه. مقامات وایی دغو افغان محافظینو نن د فراه په ولایت کی د موادو د رسولو یو کاروان بدرگه کاوه چی طالبانو ناڅاپی حمله ورباندی وکړه. په دغه حمله کی ل.ږترلږه پنځه تنه محافظین ټپیان شوي دی. دغه کاروان په گاونډی ولایت هلمند کی، چی په روان کال کی ډېر سخت جنگونه پکی شوي دي، یوې پوځی پوستې ته مواد رسول. دغه راز د فراه په ولایت کی مقامات وایی پرون دوه تنه طالبان د خاک سفید په ولسوالی کی د پولیسو سره په نښته کی ووژل شول. او د متحده ایالاتو په رهبری ایتلافی قواو وویل دوی د هلمند په ولایت کی د طالبانو په یوه مرکز باندی په بمباری کی د طالبانو یو قوماندان وژلی دی. په افغانستان کی په روان کال کی په هغو مرگ ژوبلو او ناکراریو کی چی د طالبانو له لاسه منځته راغلي دي څه دپاسه شپږ زره تنه ژول شوي دي

XS
SM
MD
LG