د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوریس حامد کرزی :  افغانستان  دټروریسټانو د پټېدلو ځای نه بلکه  دټروریزم قربانی دی


د افغانستان جمهوریس حامد کرزی وایی افغانستان دټروریسټانو د پټېدلو ځای نه بلکه دټروریزم قربانی دی. ښاغلي کرزي نن د لوی اختر د ورځې په وینا کی د متحده ایالاتو له حکومت او دهغوى له متحدینو څخه وغوښتل چی د افغانستان څخه دباندی ټروریسټانو ته متوجه شی. د افغانستان مشروایی توندروان د هغه هیواد څخه بهر مرکزونوکی روزل کېږی. ده د کوم ځای نوم وانه خیست مگر کله چی د افغانسنان مشران دغه راز تبصرې کوی نو معمولا پاکستان ته اشاره کوی. ټاکل شوې ده چی جمهوریس کرزی بله اونۍ پاکستان ته سفر وکړی او دپاکستان خارجه وزارت دا د ښه نیت یو سفر بللی دی. ښاغلي کرزي دا تبصرې په داسی وخت کی وکړې چی دامرېکا حکومت په افغانستان کی د خپل ماموریت او اهدافو په باب غور کوی. په روان کال کی د طالبانو د ناکراریو په جریان کی څه دپاسه شپږ زره تنه وژل شوي دی. ښاغلي کرزي د طالبانو مشرانو ته بلنه ورکړې ده او د هغو کسانو نه یې چی د القاعده سره اړېکی نه لری، غوښتنه کړې ده چی وسلې په مځکه کښېږدی او له حکومت سره ملگري شی.

XS
SM
MD
LG